کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۲ مه نېټه)
د پاکستان د امنیتی مطالعاتو او څېړنو مرکز کلنی راپور کې راغلی، چې ۲۰۲۴ کال پرمهال دغه هېواد کې ټولټال ۴۴۴ بریدونه شوی دی.
په دې بریدونو کې د ۶۸۵ امنیتی ځواکونو په ګډون ۲۵۴۶ کسان وژل شوی، چې د تېرو کلونو په پرتله د مرګ – ژوبلې کچه کې ۶۶ سلنه لوړوالی ښیی.
راپور زیاتوی، چې د بریدونو شمېر او مرګ – ژوبلې د پاکستان د امنیتی وضعیت په اړه جدی اندېښنې راپورته کوی.
شنونکی وایی، د دې ستونزې اصلی علت د وسلوالو ډلو فعالې شبکې او کمزوری امنیتی مدیریت دی.
د پاکستان امنیتی چارواکو د راپور په غبرګون کې ژمنه کړې چې د امنیت د ټینګښت لپاره به نوی ګامونه پورته کړی، خو د خلکو اندېښنې لا هم پر ځای دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ