کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سټنډرډ ملی ادارې مسؤولینو ویلی، چې د بې کېفیته تېلو ۲۲ ټانکرونه یې بېرته ایران ته ورګرځولی دی.
د یادې ادارې په خبره دغه ټیټ کېفیت لرونکی ټانکرونه د فراه د ابو نصر فراهی بندر له لارې ایران ته ګرځول شوی دی.
دغه رار د سټنډرډ ملی ادارې مسؤولینو له سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته دې د بې کېفیته توکو د داخلېدو مخه ونیسی، که نه د دوی په وینا له قانونی چلند سره به مخ شی.
تر دې وړاندې هم سلګونه تېل وړونکی ټانکرونه د خراب کېفیت له امله د افغانستان له پولو ایران ته راستانه شوی دی.
د سټنډرډ ملی ادارې د شمېرو له مخې، په تېره یوه میاشت کې د نیمروز او فراه له بندرونو څخه د تېلو د ټیټ کېفیت ۲۴۳ ټانکرونه ایران ته راستانه شوی دی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ