معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ۵ لکه جریبه ځمکه په ټول هېواد کې له غصبه راګرځول شوې

۵ لکه جریبه ځمکه په ټول هېواد کې له غصبه راګرځول شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۹ نېټه):
د ځمکو له غصبه د مخنیوي کمېسیون رسنیو ته ويلي، چې د دغه کمېسیون د کار له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې شاوخوا ۵ لکه جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.
د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ویاند ویلي، یوازې په کابل کې تر ۱۶ سوه جریبه څخه ډېره ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځول شوې ده.
نوموړی زیاتوي، د پلازمېنې په نورو سیمو کې هم د غصب شویو ځمکو څېړنه روانه ده.
د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال په نیمايي کې د سرپرست حکومت د مشر د فرمان په اساس جوړ شو، چې موخه يې د ځمکو د غصب مخنیوی او بېرته دولت ته راګرځول دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس