۵ لکه جریبه ځمکه په ټول هېواد کې له غصبه راګرځول شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۹ نېټه):
د ځمکو له غصبه د مخنیوی کمېسیون رسنیو ته ویلی، چې د دغه کمېسیون د کار له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې شاوخوا ۵ لکه جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.
د ځمکو د غصب د مخنیوی او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ویاند ویلی، یوازې په کابل کې تر ۱۶ سوه جریبه څخه ډېره ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځول شوې ده.
نوموړی زیاتوی، د پلازمېنې په نورو سیمو کې هم د غصب شویو ځمکو څېړنه روانه ده.
د ځمکو د غصب د مخنیوی او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال په نیمایی کې د سرپرست حکومت د مشر د فرمان په اساس جوړ شو، چې موخه یې د ځمکو د غصب مخنیوی او بېرته دولت ته راګرځول دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.