ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وری ۲۹ او د اپرېل ۱۸مه نېټه ده) د افغانستان بانک چارواکو د اروپایی ټولنې له دوو استازو سره په کابل کې لیدلی دی.
د دغه بانک له له اړخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې په دې لیدنه کې د مرکزی بانک پر وضعیت او نورو اړوندو اقتصادی ستونزو خبرې شوې دی.
د افغانستان بانک چارواکو ویلی چې دوی ټولو نړیوالو بانکی قوانینو ته ژمن دی او هڅه کوی له نړیوالو قوانینو او معیارونو سره سم خپلو خدماتو ته ادامه ورکړی.
د اروپایی ټولنې استازو هم ویلی چې دوی له افغانستان بانک سره همکارۍ او مرستې ته ژمن دی.
مرکزی بانک نه دی ویلی، چې اروپایی ټولنې ور سره د څه ډول همکاریو ژمنه کړې.
گهیځ