ګهیځ: نن پنجشنبه (د مرغومی ۱۶مه) د افغانستان د غالۍ اوبدونکو ټولنې رییس نور احمد نوری رسنیو سره په خبرو کې وویل، د یو ګټور مالی سیستم نه شتون او د بانکی خدمتونو په برخه کې شته ستونزو د دوی کار ټکنی کړی دی.
پر افغانستان د اسلامی امارت د واکمنۍ وروسته امریکا پر دغه هېواد بندیزونه ولګول او د افغانستان میلیاردونه ډالر پانګه یې کنګل کړه، چې ور سره د افغانستان بانکونه له اقتصادی ستونزو سره مخ شول.
د غالۍ اوبدونکو د ټولنې رییس نور احمد نوری وایی، په ۲۰۲۱ کال کې یې وکړای شول چې ۹ زره متر مربع غالۍ له افغانستانه بهر ته صادر کړی.
نوری د مالی عاید د ترلاسه کولو په باب جزئیات ورنه کړل.
له دې وړاندې په ۲۰۲۰ کال کې افغانستان ۷ زره متر مربع غالۍ صادر کړې وه.
ښاغلی نوری وایی چې سږ کال د غالۍ اوبدلو لومړنیو توکو بیې د تېرکال په پرتله څه باندې ۸۰ سلنه لوړې شوی، ځکه د هغه په وینا، د افغانستان ۳۰ سلنه وړۍ ګاونډیو هېوادونو ته قاچاقېږی.
د افغانستان د غالۍ اوبدونکو ټولنه د اسلامی امارت له حکومته غواړی چې د دغو وړیو د قاچاق مخه ونیسی او د افغانی غالیو د صادرولو لپاره دې هوایی سوداګریز دهلیز بیرته پرانېزی.
گهیځ