د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د قزاقستان له حکومت څخه وغوښتل چې افغان ځوانانو لپاره تحصیلي بورسونه ولېږي.
ښاغلي کرزي دا غوښتنه د قزاقستان له ولسمشر څخه په یوه مجازي کنفرانس کې کړې ده. دغه راز کرزي د قزاقستان له جمهوریت څخه مننه وکړه، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې افغان ځوانانو ته تحصیلي بورسونه ورکړي.
دا خبر د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر رسمي ټویټر پاڼه خپور شوی دی.
دغه راز نوموړي د قزاقستان پر حکومت غږ وکړ، چې د دغو بورسونو په شمېر کې ډېروالی راولي.