د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د قزاقستان له حکومت څخه وغوښتل چې افغان ځوانانو لپاره تحصیلی بورسونه ولېږی.
ښاغلی کرزی دا غوښتنه د قزاقستان له ولسمشر څخه په یوه مجازی کنفرانس کې کړې ده. دغه راز کرزی د قزاقستان له جمهوریت څخه مننه وکړه، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې افغان ځوانانو ته تحصیلی بورسونه ورکړی.
دا خبر د پخوانی ولسمشر حامد کرزی پر رسمی ټویټر پاڼه خپور شوی دی.
دغه راز نوموړی د قزاقستان پر حکومت غږ وکړ، چې د دغو بورسونو په شمېر کې ډېروالی راولی.
گهیځ