‏د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ټلیفونی اړیکه؛ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوی

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وری ۳۰مه او د اپرېل ۱۹مه نېټه ده) د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیر خان متقی د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبداللهیان سره ټلیفونی خبرې کړی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې په دې ټلیفونی خبرو کې د کډوالو پر ستونزو، وروستیو پېښو، دوه اړخیزو اړیکو، د ډپیلوماټیکو استازولیو او نورو موضوعاتو بحث شوی.
خبر پاڼه زیاتوی چې د ډیپلوماټانو ښه امنیت، سوداګری، اقتصاد هم د دغه بحث موضوعات وو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسلامی امارت له خوا د کوکنارو د کښت د مخنیوی په اړه خپور شوی فرمان ستایلی دی او ژمنه یې کړې چې هېواد به یې په بدیل کې د بل کښت په ترویج مرسته ور سره وکړی.
افغانی سیال یې بیا د افغانستان د کرنې په برخه کې د ایران رول د ستاینې وړ بللی او ویلی دی چې د کوکنارو لپاره د کښت په بدیل کې به د ایران مرسته اغېزمنه تمامه شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.