‏د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت له نړیوالو غوښتی چې په تحصیلی برخه کې ور سره همکاری وکړی

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د زمری/اسد ۱۲مه او د اګسټ میاشتې دوهمه نېټه ده)د لوړو زده کړو وزارت علمی مرستیال ډاکترلطف الله خیرخواه په کابل کې د اروپا د سولې انسټیټیوټ له استازی سره کتلی دی.
خیرخواه په دې کتنه کې په ټینګار سره ویلی، د دې اړتیا ده چې د نړۍ هېوادونه دغه وزارت سره په تحصیلی پروګرامونو کې همکاری وکړی.
باختر دولتی خبری په دې اړه په خپل راپور کې ویلی، د لوړو زده کړو وزارت علمی مرستیال زیاته کړې چې د لوړو زده کړو وزارت د سیاسی موضوعګانو په پام کې نیولو پرته ټولو ته تحصیلی خدمتونه وړاندې کوی.
دې نوموړی په وینا، د دې اړتیا ده چې د نړۍ هېوادونه له دغه وزارت سره د تحصیلی پروګرامونو د پرمختګ په برخه کې همکاری وکړی.
ډاکتر خیرخواه وویل چې په تېرو شلو کلونو کې ټول فعالیتونه د جګړې پر ډګر ورټول وو او په تحصیلی برخه کې پاملرنه نه ده شوې.
راپور وایی، چې د اروپا د سولی انسټیټیوټ استازی د افغانستان له خلکو سره د همکارۍ په ډګر کې د خپلې ادارې د هلوځلو ډاډ ورکړ.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.