ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وری ۲۴مه او د اپرېل ۱۳مه نېټه ده) افغان پاسپورټ په ۲۰۲۲م کال کې تر ټولو بې اعتباره پاسپورټ ګنل شوی دی.
د هینلی په نوم مؤسسه چې په نړۍ کې د پاسپورټونو د اعتبار کچه معلوموی په خپله وېب پاڼه کې ویلی دی چې پر افغان پاسپورټ د نړۍ یوازې ۲۶ هېوادونو ته څوک سفر کولای شی.
تر افغانستان وروسته د عراق، سوریې او پاکستان پاسپورټونه تر ټولو بېاعتباره بلل شوی دی.
د جاپان او سنګاپور پاسپورټونه تر ټولو بااعتباره پېژندل شوی چې د دې پاسپورټونو څښتنان له ویزې پرته د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته تللی شی.
گهیځ