ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۲۲مه او د جولای میاشتې ۱۳مه نېټه ده) د بشری حقونو څار سازمان ویلی چې افغانستان کې د بریتانوی ځواکونو احتمالی جنګی جرمونه خورا بوږنوونکی دی او باید هغه ځواکونه محاکمه شی چې د ملکی افغانانو په وژنه تورن دی. د دغه سازمان چارواکی زیاتوی چې بریتانیا باید د دې وژنو په اړه محکمې ته حاضره شی او د خپلو کړنو حساب ورکړی.
د بخښنې سازمان دا غوښتنه په افغانستان کې د بریتانیایی عسکرو د ماموریت پر مهال د شوی جنایت په اړه د بی بی سی له موندنو وروسته کوی.
له دې وړاندې بی بی سی د خپلو موندنو پر مټ ویلی و، چې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ په پرله پسې ډول د مشکوکو حالاتو پر مهال افغانستان کې بندیان او بې وسلې سړی وژلی، د دغو ځواکونو لخوا د ترسره شویو احتمالی جنګی جنایتونو په اړه د عاجلو څېړنو غوښتنه کړې.
د دغه سازمان د سویلی اسیا د څانګې څېړونکی زمان سلطانی ویلی: “د بښنې نړیوال سازمان افغانستان کې د ماموریت پر مهال د بریتانیا ځانګړو ځواکونو خلاف د لګول شویو تورونو په اړه کارنده او رڼې څېړنې غواړی، چې قربانیانو سره عدالت او سرغړوونکو سره حساب وشی.”
هغه زیاته کړې “د بی بی سی موندنې وېرونکې دی او په ډېر څرګند ډول د هغو بریتانوی ځواکونو چې افغانستان کې یې فعالیت کاوه، له مجازاتو د معافیت او نه ځواب وینې، هېښوونکې کچه ښیی.”
دا سازمان پر داسې مهال دا څرګندونې کوی چې پرون یو شمېر رسنیو راپور ورکړ چې د بریتانیا د کومانډو ځواکونو یوې ډلې په یوه میاشت کې په لسګونو بې ګناه افغانان د عملیاتو پر مهال وژلی وو.
په دې اړه رپوټ کې راغلی چې د دغو ځواکونو یوازې یوه پوځی ټولی افغانستان کې د خپل شپږ میاشتنی ماموریت پر مهال ښایی همداسې غیر قانونی ډول ۵۴ کسان وژلی وی.
گهیځ