‏د غزنی د وراداتو او صادراتو چارې په عادی ډول پر مخ ځی

ګهیځ: نن یکشنبه (د سلواغې ۲۴مه) د غزنی د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایی، په دې ولایت کې د صادراتو او وارداتو بهیر په نورمال ډول روان دی.
د دې خونې مشر عبدالمتین قلندری رسنیو ته وویل، له وروستیو سیاسی تحولاتو وروسته دې ولایت کې د څه مودې لپاره صادرات او واردات کم شوی وو، خو له دوو میاشتو راهیسې په نورمال ډول روان دی.
ښاغلی قلندری وایی، د دې ولایت سوداګرو، ممیز، بادام، د رېشقې او د شوتلې تخم هند، پاکستان او روسیې ته صادر کړی چې بدل کې یې خوراکی توکی او برېښنایی وسایل وارد کړی دی.
که څه هم ښاغلی قلندری د غزنی ولایت د صادراتو او وارداتو په اړه کره ارقام وړاندې نه کړل، خو ویې ویل چې په روان لمریز کال کې افغانستان له یو میلیارډ څخه ډېر صادرات درلودل.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.