‏د کجکی بند اوبه ډېرې شوی دی

ګهیځ: نن یکشنبه (د مرغومی ۱۹مه) هلمند کې د برښنا ریاست چارواکی وایی، د وروستیو بارانونو له کبله د کجکی بند کاسه کې اوبه ډېرې شوې دی، چې دامهال یې کچه تر ۵۰ متره پورې رسېږی.
په لښکرګاه کې د بریښنا ریاست رییس مولوی ایوب رسنیو ته وویل چې په نږدې وختونو کی به تر خپلې وروستۍ کچې ۷۷ متره ته ورسېږی.
هغه زیاته کړه په دې ورستیو کې د واورو او بارانونو له امله د اوبو کچه له ۱۵ سانتی څخه نیولی تر ۲۰ سانتی رسېدلې، او دوی هیله لری چې روان کال به خلک د کر او برېښنا لپاره کافی اوبه ولری.
نوموړی وایی: “د کجکی د اوبو کاسه په تېرو ۲۴ ساعتونوکې ۲ متره او ۱۰ سانتی ته پورته شوې چې اوس د اوبو سطحه ۵۰ متره ده او د دې ترڅنګ په هره ورځ کې د ۱۵ څخه نیولې تر ۲۰ سانتیو پورې پورته کېږې، چې له بارانونو مخکې ۴۷ متره وه. ”
د برېښنا رییس د دې ترڅنګ دا هم ویلی، چې اوس مهال د بارانی اوبو له امله د برېښنا مزی (لینونه) زیانمن شوی، چې بریښنا پر ښار پرې شوې خو ټینګار کوی چې ژر به یاده ستونزه هواره شی.
د برېښنا ریاست چارواکی په داسې حال کې په کجکی بند کې د اوبو د ډب کېدو خبر ورکوی چې له څو ورځو راهسې د دغه ولایت په ګډون د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې سخت اورښتونه او واورې شوی دې چې له کبله یې د ځینو ولایتونو لویې لارې هم بندی شوی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.