ګهیځ: نن شنبه (د کب ۱۴مه او د مارچ ۵مه نېټه ده) د کورنیو چارو وزارت له هغو افغانانو څخه هېواد ته د راستنېدو غوښتنه کړې، چې نورو هېوادونو ته تللی دی.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقانی د ملی پولیسو اکاډمۍ د کمېسارانو په فراغټ غونډه کې د وینا پر مهال، راستنېدونکو کسانو ته د سر او مال د ساتنې ډاډ ورکړ.
هغه وویل: ”بهر ته تللی کسان دې بېرته هېواد ته راستانه شی؛ د عمومی بښنې پر بنسټ به دوی ته هېڅ ګواښ نه وی او د سر او مال ساتنه به یې کېږی”.
نوموړی وایی، چې د شل کلنې مبارزې موخه یې د اشغال ختم، د هېواد آزادی او په افغانستان کې د اسلامی نظام ټینګول و چې او س ورته رسېدلی دی.
سراج الدین حقانی په خپله وینا کې په دولتی ادارو کې د ښځو فعالیت ته هم نغوته وکړه او په دې تړاو یې وویل، ”دا چې ویل کېږی، ښځو د تعلیم او کار اجازه نه ورکول کېږی، خو دا دې زموږ خوېندې په دې مراسمو کې راسره شته، د فراغت سندونه اخلی او په خدمت ګومارلې کېږی”.
خو نوموړی په همدې وینا کې زیاته کړه، چې هر ملت خپل کلتور او دود – دستور لری او باید دوی له خپلو اصولو تېرېدو ته اړ نه ایستل شی. د حقانی په وینا، نړیوال دې له دوی سره په دې اړه چنې نه وهی او نه دې هم دا د ځان لپاره پېغور او ګواښ بولی.
دا لومړی ځل دی، چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقانی د رسنیو پر مخ را څرګندېږی، اسلامی امارت د رسنیو پر مخ د نوموړی د نه ښکاره کېدو دلیل امنیتی لاملونه بلل.
په داسې حال کې چې سراج الدین حقانی لا هم د امریکا د فدرالی پلټنو ادارې (ایف بی ای) ته د مطلوبو کسانو په نوملړ کې دی او پر سر یې نغدی جایزه هم ټاکل شوې ده.
سراج الدین حقانی د پخوانی جهادی مشر جلال الدین حقانی زوی او د اسلامی امارت مرستیال مشر پاتې شوی دی.
پر افغانستان د ا.ا بیا واکمنېدو وروسته نوموړی د کورنیو چارو وزارت لپاره سرپرست وزیر ونومول شو.
په تېرو څو میاشتو کې نوموړی د افغانستان ګڼو ولایتونو ته سفرونه کړی او همدا راز یې کابل کې د ملګرو ملتونو د استازو په ګډون ګڼو بهرنیو چارواکو او سفیرانو سره هم کتلی دی.
گهیځ