‏روسی پانګوال په افغانستان کې د تېلو ګازو پر راویستو پانګونې ته لېواله دی

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومی ۱۳مه) روسی سوداګرو د افغانستان پر تېلو او ګازو د پانګونې ژمنه کړې ده.
اسلامی امارت وایی د رییس الوزارء مرستیال عبدالسلام حنیفی د روسی او افغان سوداګرو له ګډ پلاوی سره کتلی دی. په دې کتنه کې په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو او په دې برخه کې پر اسانتیا خبرې شوې دی.
د اسلامی امارت مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد وایی چې په دې لیدنه کې روسی پانګه والو په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړی دی.
د ده په خبره دوی دې ته خوشبینی ښوودلې چې په افغانستان کې د تېلو او ګازو پر راویستنه پانګونه وکړی.
افغانستان د تېلو او ګازو پراخې زېرمې لری خو د اوږدو جګړو له امله د دغو سرچینو راویستنې ته زمینه نه ده برابره شوې او نوی حکومت په دې برخو کې د پانګونې د جذب په لټه کې دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.