‏روغتیایی مرستې؛ عربی امارتو د پکتیکا زلزله ځپلو ته روغتون فعاله کړی

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د چنګاښ ۱۳مه او د جولای میاشتې ۴مه نېټه ده) د متحده عربی اماراتو یو سیمه ییز روغتون د افغانستان په زلزله ځپلې پکتیکا کې فعاله شو.
د اماراتو د دولتی خبری اژانس له مخې د دغه روغتون وسایل او تجهیزات وړمه ورځ له اماراتو نه افغانستان ته استول شوی وو.
په دغه روغتون کې چې په زر متره مربع ساحه کې فعاله شوی پنځه اویا بسترونه، ۲۵ اکسیجن ډبې، دوه مجهزې عملیات خونې او د بېړنیو صحی مرستو وسایل شامل دی.
د افغانستان لپاره د متحده عربی اماراتو سفیر عیسی الداهیری ویلی چې هېواد یې له افغان زلزله ځپلو سره مرستو ته ژمن دی.
د متحده عربی اماراتو ولسمشر شېخ محمد بن زاید هم امر کړی چې د زلزله ځپلو د چټکې مرستې په هدف دې یو هوایی دهلیز هم فعاله شی.
د پکتیکا او خوست زرګونه کسانو ته د جون په ۲۲ په یوې قوی زلزله کې مرګژوبله اوښتې ده او لا هم ګڼ ټپیان بېړنیو روغتیایی مرستو ته اړتیا لری.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.