ګهیځ: نن چهارشنبه (د مرغومی ۲۲مه) د افغانستان د روغتیا وزارت مسلکی معین ډاکتر عبدالباری عمر وایی، لاهم نړیوال بانک په افغانستان کې د کورونا د مرکزونو د تمویل په برخه کې بیا ځلی فعالیت نه دی پیل کړی.
تر دې وړاندې نړیوال بانک تر ۲۰۲۴ میلادی کاله په هېواد کې د کورونا ناروغۍ د ټولو مرکزونو د تمویل مسوولیت پر غاړه اخیستی و.
د روغتیا وزارت مسلکی معین نن د جینوا په کلنۍ خبری غونډه کې له نړیوالو هېوادونو او سازمانونو وغوښتل چې په افغانستان کې روغتیایی برخه له سیاسی مسایلو سره ونه تړی او د دې برخې د تمویل لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړی.
نوموړی همدارنګه په هېواد کې د داسې روغتیایی نظام پر جوړېدو ټینګار وکړ چې هېوادوال نور بهرنیو هېوادونو ته د تګ لپاره اړ نه شی.
هغه له دینی عالمانو هم وغوښتل چې د روغتیایی نظام او سیسټم په جوړېدو کې ورسره مرسته وکړی او په اوسنی کرونایی حالت کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی.
گهیځ