‏عمر ګل رسما د افغانستان لوبډلې لپاره د توپ اچوونې د روزنکی په توګه دنده پیل کړه

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۵مه او د مۍ میاشتې ۲۶مه نېټه ده) د افغانستان د کرېکټ ملی لوبډلې د توپ اچوونې تازه ټاکل شوی روزونکی عمر ګل وایی، د خوارېکښو افغان لوبغاړو د روزنې دنده به په لیوالتیا مخکې وړی.
د افغانستان کرېکټ بورډ پرون ناوخته پر خپله وېبپاڼه کې ولیکل، چې د پاکستان تېز توپ اچوونکی عمرګل یې د افغانستان د کرېکټ ملی لوبډلې د توپ اچونې روزونکی ټاکلی دی.
عمر ګل تر دې مخکې د لنډ وخت لپاره د افغان لوبډلې د روزنې دنده منلې وه خو اوس د اوږد مهال لپاره ورسره تړون شوی دی.
عمر ګل پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلی دی چې له افغان لوبډلې سره له لنډ‌مهالې دندې وروسته په لیوالتیا د اوږد مهالې دندې مسولیت منی.
۳۹ کلن عمر ګل د پاکستان لپاره د ټېسټ کرېکټ په ۴۷ لوبو کې ۱۶۳ وېکېټې په ۱۳۰ یو ورځنیو لوبو کې ۱۷۹ او په ۶۰ شل اوریزو لوبو کې یې ۸۵ وېکټې اخیستی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.