ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۲۶مه او د جولای میاشتې ۱۷مه نېټه ده) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیرخان متقی افغانستان لپاره د مالیزیا بهرنیو چارو د وزیر له ځانګړی سلاکار داتو احمد اعظم عبدالرحمن او مل لوړ پوړی پلاوی سره کتلی دی.
په دې کتنه کې په سوداګرۍ، اقتصادی اړیکو، بانکی سکتور، د زدهکړو په بهیر او دوه اړخیزو همکاریو خبرې شوې دی.
ښاغلی متقی له یاد پلاوی غوښتی، چې له افغانانو سره د اسلامی بانکدارۍ، تعلیمی بورسونو او ظرفیت لوړونې په برخه کې لازمه همکاری وکړی.
مالیزیایی پلاوی ډاډ ورکړی، چې له افغان حکومت سره به اړیکو ته دوام ورکوی.
دغه راز مالیزیا په دې لټه کې ده، چې پرمختګونه رامنځته او له افغانانو سره تلپاتې همکارۍ وکړی.
گهیځ