‏مولوی برادر پانګوالو ته: راشئ په خپل هېواد کې پانګونه وکړئ

ګهیځ: نن پنجشنبه (د کب ۱۲مه او د مارچ ۳مه نېټه ده) افغان حکومت وایی په هېواد کې پانګونې ته بشپړې اسانتیاوې برابروی.
د افغانستان د ا.ا د رییس الوزراء مرستیال مولوی عبدالغنی برادر نن د خصوصی سکټور په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلی، چې دوی په افغانستان کې د پانګونې لپاره بشپړ فرصت او امنیت برابروی.
هغه له په بهر کې له مېشت افغان پانګوالو غوښتی، چې راشی اوخپل هېواد کې پانګونه وکړی.
‏مولوی برادر زیاته کړه: ”افغانستان کې سوله راغلې، امنیت تامین شوی، نجونې او هلکان ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځی، نو افغانان او افغان پانګه وال ولې نورو هیوادونو کې ژوند کوی؟ له دوی غواړم څو بېرته خپل هیواد ته راشی قدر او عزت یی دلته ډېر دی ”.
دا په داسې حال کې ده چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم پرون په یوکراین کې له مېشتو افغان پانګه والو وغوښتل څو خپله پانګه افغانستان ته راولېږدوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.