‏پاکستان افغانانو ته پر تذکره افغانستان ته د را پرېښودو هوکړه کړې

پاکستان افغانانو ته پر تذکره افغانستان ته د را پرېښودو هوکړه کړې
ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د چنګاښ ۱۳مه او د جولای میاشتې ۴مه نېټه ده) په تورخم کې افغان چارواکو ویلی چې پاکستان هوکړه، چې کړې تر اختر پورې به افغانان په تذکرو باندې افغانستان ته پرېږدی.
باختر دولتی خبری اژانس د تورخم د کمیسار سیدغازی الله هاشمی په حواله راپور ورکړی چې پاکستانی چارواکو سره په اړیکه کې دی څو په صفری نقطه کې ستونزې په بشپړه توګه هوارې کړی.
پاکستان وروسته له هغه په تذکرو افغانستان ته د خلکو د پرېښودو سره هوکړه کړې چې د راپورونو له مخې تېره شنبه یوه کس وروسته له هغه ځان تر ټېلر موټر لاندې کړ او ساه یې ورکړه چې پاکستانی پولیسو افغانستان ته نه ‌پرېښود.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.