‏په انقره کې د کابل سفارت له غړو سره د متقی ناسته؛ ډ ټولو ستونزو لامل د بهرنیانو شتون و

ګهیځ: نن چهارشنبه (د کب ۲۵مه او د مارچ ۱۶مه نېټه ده) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د افغانستان د سفارت له غړو سره کتلی دی.
متقی وایی، اسلامی امارت تل په دې ټینګار کاوه، چې د افغانستان لویه ستونزه د بهرنیانو شتون او لاسوهنه ده او که دوی ووځی افغانان په خپلو منځونو کې هیڅ ستونزه سره نه لری.
د متقی په خبره، نن نړیوالو ولیدل چې افغانان څومره په اسانۍ هوکړې ته رسېدای شی او ستونزې هوارولی شی.
نوموړی د دوحې د مذاکراتو د ناکامۍ په اړه وویل، چې مقابل لوری یې په یو نظر نه و.
متقی زیاته کړه: «د اشغال د پای لپاره کلونه جهاد او مذاکرې روانې وې، مونږ هڅه کوله څو مسله د خبرو له لارې حل شی، خو په دوحه کې وروستی مذاکرات بریالی نه شو، لامل یې دا و چې مقابل اړخ په یو نظر نه و. له یو او بل اړخه یې هدایات تر لاسه کول، بیا اړ شو چې د کابل ادارې له نظامیانو سره اړیکه ونیسو او ومو کولی شو چې بریالی شو».
هغه څرګنده کړه، اوس چې خلک کولی شی، له وېرې پرته یو او بل ځای ته سفر وکړی، سوداګری روانه ده او ۲۴ ګړۍ ټرانسپورټ وی دا لویه لاس ته راوړنه ده، چې تېر نظام د نړیوالو په مرسته و نشو کړی.
متقی وویل، نړیوال د ټولګډونه حکومت جوړېدل غواړی، په داسې حال کې چې هغه حکومتونه چې دوی ټولګډونه ګڼل، د خلکو سر په کې خوندی نه و او اقتصادی وضعیت هم ورځ تر بلې مخ په ځوړ روان و.
نوموړی دا هم وویل، چې په راتګ سره یې له هېواده د کدرونو د ویستلو لپاره پراخ تبلیغات وشول او اسلامی امارت یې په انتقام اخستنه تورن کړ خو ټینګار یې وکړ چې له دې دسیسې په بریالی توګه را ووتل.
د بهرنیو چارو د وزیر په وینا، که څه هم نړیوال بنسټونه له تېر ژمی په وېره کې و خو اسلامی امارت وکولی شو چې د خلکو ستونزو ته ورسی او د اړمنو لاسنیوی وکړی.
هغه وویل چې ټول هېوادوالو ته په کار ده څو د افغانستان د جوړولو لپاره سره لاس ور کړی او له منفی تبلیغاتو او کشمکشونو لاس واخلی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.