ګهیځ: نن دوشنبه (د کب ۹مخه او د فبرورۍ ۲۷مه نېټه ده) په ننګرهار کې د خراسان خصوصی پوهنتون له لوری د ولایت د صنعت او سوداګرۍ خونې په مرسته د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ کړی شوی.
دغه نندارتون پرون (یکشنبه) پرانستل شوی او د نن ورځې تر پایه به دوام وکړی.
د یاد پوهنتون رییس طارق کمال د نندارتون د پرانیستې پر مهال وویل، چې په یاد نندارتون کې د هیواد ۳۰ تولیدی فابریکو خپل تولیدات نندارې ته ایښی دی.
نوموړی وایی، د نندارتون له جوړېدو څخه یې موخه کورنیو تولیداتو ته د خلکو پام اړونه او په دې برخه کې د پانګوالو هڅول دی.
طارق کمال زیاته کړه: “ننګرهار کې دا نندارتون د خراسان پوهنتون د اقتصاد پوهنځی د محصلینو په نوښت او د دغه ولایت د صنعکارانو په ګډه همکارۍ جوړ شوی، چې ۳۰ تولیدی فابریکو په کې خپل تولیدات نندارې ته ایښی او دوه ورځې به دوام وکړی، له نندارتون جوړیدو موخه پانګوالو هڅول دی. ”
ورته مهال د ننګرهار د صنعت کارانو ټولنې مشر حاجی تور ملنګ د دا ډول نندارتونو جوړول د کورنیو تولیداتو لپاره د بازارموندنې لپاره ګټور بولی او وایی، په دې سره به دوی وکولی شی خپلو تولیداتو ته په اسانۍ بازار پیدا کړی.
بل لور ته د نندارتون ګډونوال هم له ا.ا څخه غوښتنه کوی، چې د کورنیو تولیداتو د دودولو او بازار موندنې په برخه کې دې خپلې هڅې ګړندۍ کړی.
خو د صنعتی فابریکو چارواکی د خپل تولید پر وړندې د برېښنا نشتون لوی خنډ یادوی او وایی، که یاده ستونزه یې هواره شی تولیدات به زیات او هیواد به د ځان بسیاینې پر لور ګامونه اوچت کړی.
گهیځ