ګهیځ نیوز: نن شنبه (د زمری/اسد ۸مه او د جولای میاشتې ۳۰مه نېټه ده) د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې سر له دوشنبې به افغانانو ته ویزه ورکوی او پر ۹۸ سلنه افغان صادراتو به مالیه نه اخلی.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې راغلې دی چې د بهرنیو چارو وزیر وانګ ای دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې وړمه ورځ یې په ازبکستان کې د ا.ا د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقی سره خبرې وکړې.
د چین د بهرنیو چارو وزارت په ورته وخت کې پر لویدیځ غږ کړی دی چې پر افغانستان لګېدلی بندیزونه لرې کړی.
گهیځ