‏کابل هوایی ډګر کې بهرنیو پانګه والو ته پر بېړنیو وېزو سر بېره نورې اسانتیاوې چمتو کېږی

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وری ۲۰مه او د اپرېل ۹مه نېټه ده) د ریاست الوزراء مرستیال عبدالغنی برادر په مشرۍ اقتصادی کمېسیون غونډه کې پرېکړه شوې، چې بهرنیو پانګه والو ته دې کابل هوایی ډګر کې د افغانستان بېړنۍ ویزې ولګول شی.
د ا.ا مرستیال ویاند انعام الله سمنګانی ویلی، غونډه کې د ویزو سربېره د نورو اسانتیاوو پر برابرولو هم ټینګار شوی دی.
په دې غونډه کې د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، صنایعو او سوداګرۍ وزارتونو او د اسلامی امارت د استخباراتو عمومی ریاست ته دنده وسپارل شوه چې د دغو توکو د چمتو کولو او همدارنګه د دغو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د یوې ځانګړې ګډې کمیټې د جوړولو غوښتنه وکړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.