ګهیځ: نن یکشنبه (د کب ۸مه او د فبرورۍ ۲۷مه نېټه ده) له افغانستان سره بشردوستانه مرستې او دیپلوماتیکې اړیکې د ټولو اړخونو په ګټه دی.
په وېلسن څېړنیز مرکز کې د افغانستان او مرکزی اسیا د مسایلو څېړونکی مایکل کوګلمن ویلی افغانستان د ثبات او امنیت لپاره د نړیوالو مرستو ته اړتیا لری.
د نوموړې په خبره که نړۍ دا تمه لری چې له افغانستان چا ته ګواښ جوړ نه شی، نو لار یې دا ده چې له دغه هېواد سره بشردوستانه مرستو او ډیپلوماټیکو خبرو ته ادامه ورکړی.
کوګلمن وایی امریکا هم دمګړی همدا تګلاره غوره کړې ده، چې د نوی حکومت له رسمیت پېژندلو پرته له افغانستان سره ډیپلوماټیکې اړیکې ولری او د دغه هېواد د اقتصادی سقوط مخه ونیسی.
نوموړی وایی ښایی په افغانستان کې د نوی حکومت پر وړاندې مخالفتونه وی، خو هغه کمزوری دی او ښایی حکومت یې پر وړاندې مبارزه وکړی شی. کوګلمن د نړۍ پر نورو هېوادونو هم غږ کړی چې افغانستان دې نه هېروی او له دغه هېواد سره دې خپلو مرستو ته ادامه ورکړی.
گهیځ