‏‏ا.ا د اقتصادی کمېسیون؛ خام نفتی مواد به د پروسس لپاره خصوصی سکتور ته ورکول کېږی

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غوایی یا ثور لومړۍ او د اپرېل ۲۱مه نېټه ده) له دې وروسته د نفتو دولتی شرکت کولی شی له بهرنیو هېوادونو خام مواد وارد کړی.
د ریاست الوزارء د لومړی مرستیال ملا عبدالغنی برادر په مشرۍ اقتصادی کمېسیون په یوه تازه پرېکړه کې د نفتو او ګازو دولتی شرکت له لوری له نورو هیوادونو د خامو موادو راوړلو طرحه د پلی کېدا وړ وبلله.
کمېسیون وایی چې د خامو نفتی موادو راوړل په دولتی شرکت پورې منحصر دی او تر راوړو وروسته به د تصفیې او پروسس لپاره خصوصی سکتور ته ورکول کېږی.
دغه راز د مالیې وزارت، د افغانستان بانک او د صرافانو ټولنې ته دنده وسپارل شوې، څو د “د افغانستان بانک” لخوا د صرافانو لپاره پر جوړې شوې طرحې بیا کتنه وکړی.
د یادې طرحې له مخې په کار ده چې صراف د کار جواز ولری او افغانستان بانک ته ۵ میلیونه افغانۍ د ضمانت په توګه ورکړی.
د کمېسیو ناسته کې دا هم ویل شوی، چې د پولی خدماتو شرکت باید له بانک سره ۵۰ میلیونه افغانۍ نقدی پانګه ولری؛ خو د صرافانو ټولنه شکایت کوی چې دغه شرایط سخت دی او دوى یې نشی عملی کولى.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.