‏‏ د اوکراین جګړ؛۲ زره افغانان پولنډ ته کډه شوی دی

ګهیځ: نن پنجشنبه (د کب ۱۲مه او د مارچ ۳مه نېټه ده) په پولنډ کې د افغانستان سفارت ویلی، شا اوخوا ۲ زره افغانان چې په اوکراین کې مېشت وو، په دغه هېواد کې د وضعیت له ترینګلتیا وروسته پولنډ ته اوښتی دی.
د افغانستان سفارت د پولنډ د بهرنیو چارو له وزارت غوښتی چې له دغه افغانانو سره همکاری وکړی او یاد هېواد هم د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
افغان سفارت وایی دوی هڅه کوی چې راغلو افغانانو ته خوندی ځایونه برابر کړی او لومړنۍ مرستې ور ورسوی.
دغه راز په اوکراین د کړکېچ له زیاتېدو وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوونې خو هلته له مېشت سوداګرو وغوښتل څو خپله پانګه خپل هېواد ته راولېږدوی.
په اوکراین کې شته افغان سوداګرو تر اوسه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې دې غوښتنې ته کوم ځواب نه دی ویلی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.