ګهیځ: نن دوشنبه (د کب دوهمه نېټه) د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې تېره شپه ناپېژاندو وسله والو پر ملکی خلکو ډزې کړې دی.
د هلمند ځایی چارواکی وایی چې ناپېژاندو وسله والو د ناوې په تریخ ناور سیمه کې د یوه کور په حجره کې پر ملکی خلکو ډزې کړې چې په پایله کې یې دوه تنه وژل شوی او یو بل ټپی شوی دی.
سرچینه زیاتوی چې پېښې په تړاو یې پلټنې پیل کړی دی او ډېر ژر به عاملین پیدا او د قانون منګولو ته وسپاری.
گهیځ