ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۲مه او د جون میاشتې دوهمه نېټه ده) د ا.ا امارت له راتګ وروسته له افغانستان سره د بشری مرستو په لړ کې یوازې څه کم ۹۰۰ میلونه ډالره نغدی مرستې شوی دی.
باختر دولتی خبری اژانس د افغانستان بانک د ویاند محمد صابر مومند له قوله ویلی، چې تر اوسه پورې دا مرستې ۸۸۹ میلیون او ۶۰۰ زره ډالرو ته رسېږی.
ښاغلی مومند د دغو بشری مرستو د ستاینې په څنګ کې وویل چې د افغانستان بانک پر نړیوالې ټولنې غږ کوی چې له افغانانو سره په نورو برخو کې مرسته وکړی.
گهیځ