ګهیځ: نن دوشنبه (د سلواغې۲۵مه) په ارزګان ولایت د ښاروالۍ ریاست چارواکی وایی، دغه اشر چې د بیلابیلو دولتی ادارو استازی په کې شامل دی، موخه یې خلکو ته د ښار پاک ساتلو په لپاره عامه پوهاوی ورکول دی.
د ترینکوټ ښاروالۍ ښاروال مولوی هنر وایی، دغه اشر یې «زموږ ښار، زموږ کور» تر نامه لاندې پیل کړی دی چې د ښاروالۍ تر چتر لاندې د ښار ټول واټونه پاک کړی.
مولوی هنر وایی پلان لری ترڅو د ښار د ښکلا په موخه په ترینکوټ ښار کې نیالګی هم کښیږدی.
دی وایی :«نن چې موږ دغه اشر راپیل کړی دی، هدف مو خلکو ته عامه پوهاوی ورکول دی، ترڅو خلک وهڅول شی چې ښار د خپل کور په څیر ګڼی او پاک ساتلو ته یې پام وکړی. له خلکو څخه غوښتنه کوو چې د ښار پاک ساتلو ته پام وکړی.»
د ارزګان د اطلاعاتو او کلتور ریاست یو چارواکی غلام نبی الفت د دغه اشر پر مهال وویل، د ټولو ښاریانو دنده ده چې د ښار پاک ساتلو ته پام وکړی او ښار د خپل کور په څیر وګڼی.
نوموړی وویل: «دغه پروګرام د ښاروالۍ، اطلاعات فرهنګ او نورو ریاستو په ملتیا پیل شوی دی، ترڅو له یوې خوا ښار پاک کړو او له بل پلوه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړو چې د ښار پاک ساتلو ته پام وکړی.»
ورته مهال خلک هم د دغه ډول پروګرام هرکلی کوی.
د ترینکوټ اوسیدونکی د ښار په پاک ساتلو کې د عامو خلکو او ښاروالۍ ریاست دواړو کار مهم یادوی او زیاتوی چې هر افغان ښار د خپل کور په څیر یاد کړی او پاک ساتلو ته یې جدی پاملرنه وکړی.
گهیځ