ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د زمری/اسد ۱۲مه او د اګسټ میاشتې درېیمه نېټه ده) د پاکستان د جماعت اسلامی ګوند مشر سراج الحق د کابل پر شېرپور سیمه د امریکا د متحده ایالتونو هوایی برید غندلی او هغه یې د نړیوالو اصولو څخه سرغړونه بللې.
هغه پر خپل ټویټر لیکلی: “دافغانستان پر پلازمینې کابل د امریکایی (ډرون) الوتکو حمله په کلکه غندو ځکه چې دا حمله د یو خپلواک هیواد پر حریم ، خپلواکۍ او ملی حاکمیت څرګند تیری او د ټولو بین المللی موازینو او اصولو څخه سرغړونه ده”.
د افغانستان ا.ا هم دغه برید غندلی او د نړیوالو اصولو او دوحې تړون خلاف یې بولی.
گهیځ