‏ سټورټ لا د افغان کرېکټ ملی لوبډلې لنډمهالی روزونکی ټاکل شوی

ګهیځ: نن یکشنبه (د کب لومړۍ نېټه) د افغانستان کرېکټ بورډ وایی پخوان اسټرلیایی توپوهونکی سټورټ لا یې د ملی لوبډلې لنډمهالی روزنکی ټاکلی دی.
د افغان کرېکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی چې ښاغلی سټورټ به د بنګله دېش پر وړاندې د افغان لوبډلې د روزنې چاره پر مخ بیایی چې له ملی لوبډلې سره د یو ځای کېدو په موخه اوس بنګله دېش ته رسېدلی دی.
افغان لوبډله اوسمهال په بنګله دېش کې ده او ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر ۲۳مه نېټه له دغه هېواد سره د یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه ترسره کړی.
شل اوریزې لوبې بیا د مارچ پر درېیمه پیلېږی.
دغه ګومارنه په داسې حال کې شوې چې تر دې وړاندې پخوانی افغان لوبډلمشر نوروز منګل د لنډمهالې روزنکی دنده پر مخ بېوله.
سټورټ لا د اسټرالیا لپاره د ټېسټ نړیوالو او یو ورځینو سیالیو کې لوبېدلی دی. نوموړی په خپل لوبیز ژوند کې یوه ټېسټ لوبه، ۵۴ یو ورځنۍ لوبو کې یوه سلیزه او اووه نیمه سلیزې کړې دی.
نوموړی په ۲۰۱۱ کال کې د سریلنکا لوبډلې د لنډ مهالی روزونکی په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
د افغانستان کرېکټ بورډ په وینا، د ملی لوبډلې لپاره د دایمی روزونکی د ګومارنې لړۍ پیل شوې او وایی ډېر ژر به دایمی روزونکی وټاکل شی.
د افغانستان یو شمېر لوبغاړی دا مهال د پاکستان کرېکټ سوپر لیګ کې سیالی کوی چې ټاکل شوې ډېر نژدې به په بنګله دېش کې له افغان لوبډلې سره یو ځای شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.