ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۲۶مه او د جولای میاشتې ۱۷مه نېټه ده) د افغانستان د صنعتی پارکونو ټولنه وایی، یو شمېر صنعت کاران نن په ایران کې د دې هېواد له صنعت کارانو سره ناسته لری.
د دغې ټولنې مشر عبدالجبار صافی ویلی، په یاده ناسته کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ بانکی ستونزې، له ایران نه افغانستان ته د خامو موادو صادرول او دغه شان د صنعت په برخه کې د نورو فرصتونو د رامنځته کېدو په تړاو بحثونه وشی.
صافی وویل، په افغانستان کې صنعت کاران اوس د خامو موادو د ترلاسه کولو او د بانکی خدماتو په برخه کې ستونزې لری، چې د هواری لپاره یې اغېزمن ګامونه نه دی پورته شوی.
د نوموړی په خبره، افغان صنعت کاران نه شی کولای د پخوا په څېر خپلو فابریکو ته خام مواد په اسانۍ سره له نورو هېوادونو وارد کړی.
وروسته له هغې، چې ا.ا په افغانستان بیا ځلی واکمن شو، د نورو برخو ترڅنګ افغان صنعت کاران هم له ګڼو ستونزو سره مخ شول چې د دوی په وینا تر اوسه یې ستونزې نه دی حل شوی.
گهیځ