ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د وری ۱۱مه او د مارچ ۳۱مه نېټه ده) یادې غونډې ته د افغانستان اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیر خان متقی هم ور بلل شوی دی.
امیرخان متقی پرون د دغې غونډې په څنډه کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره هم کتلی وو.
په دې ناسته کې د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور او د اقتصاد وزیر قاری دین محمد حنیف هم حضور درلود.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخی وویل، چې د خبرو محوری موضوعات ټاپی، ټاپ او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ سوداګری او دوه اړخیزه همکاری وه.
د بلخی په وینا، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه، چې د ټاپې پروژې د عملې چارو د پیلولو تر څنګ د اورګاډی پټلۍ او نورو پروژو ته، چې له افغانستان څخه تیریږی، چمتو والی لری.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویلی، چې وزارت به یې د ټاپی او نورو سترو پروژو د پلی کېدو لپاره د اسانچارۍ ټولې هڅې په لار واچوی.
دې غونډې ته د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ هم ورغلی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم منلې چې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی به یې په چین کې د افغانستان په اړه د ترویکاپلس په نوم غونډه کې ګډون وکړی.
ټاکل شوې چې په نننۍ غونډه کې به دافغانستان پر سیاسی، اقتصادی او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وشی.
گهیځ