معماری

دا دی په راتلونکو څو ورځو کې د رمضان المبارک د برکتونو میاشت ختمېږي او د نړۍ ټول مسلمانان به له خیره د نېکمرغه کوچني اختر ورځې لمانځي.اختر زمونږ لپاره له یوې خوا پراخ عقیدتي ارزښت لري، ټول مسلمانان د لوی خدای -جل جلاله- شکر ادا کوي، چې دوی ته یې توفیق ورکړ ترڅو یوه میاشت پرله پسې روژه ونیسي، لمونځونه او عبادتونه وکړي او د خپل لوی خالق امر او فرمان ته غاړه کېږدي.
اختر پر عقیدتي اړخ سربېره، مسلمانانو ته پراخ ټولنیز ارزښت هم لري. ټول په ګډه د اسلامي سترې فریضې د بریالي ادا کولو جشن لمانځي، یو بل ته غاړې ورکوي، مرور سره پخلا کېږي، دښمنۍ او خوابدۍ له منځه ځي، کینه او کرکه خپل ځای مینې او محبت ته پرېږدي. مشران، کشرانو ته د اختر مبارکي ورکوي او پر کشرانو د شفقت او مینې لاس راکاږي.په اخترونو کې معمول وي چې خپل او خپلوان د اختر مبارکیو لپاره د یو بل کورته ورځي او تر یوې میاشتې پرله پسې زیار او عبادت وروسته د الله تعالی شکر پر ځای کوي.
افغانان هم د نړۍ نورو مسلمانانو په څېر کوچنی اختر د خپل یوه مذهبي جشن په توګه او هم د یو منل شوي دود په توګه لمانځي او د نړۍ د ګوټ ګوټ له مسلمانانو سره ځان پدې خوشحالۍ او مراسمو کې ځان شریک ګڼي.
افغانان هم د خپلو سنتي دودونو له مخې، هره کورنۍ د خپل مالي توان سره سم دغه جشن ته تیاری نیسي او هڅه کوي چې د اسلامي لارښوونو او خپل دود او دستور سره سم له یو بل سره په دغه اختریزه خوښیو کې شریک شي او د روژې د مبارکي میاشتې تر ریاضت وروسته، د الله تعالی شکر پر ځای کړي.
متأسفانه په تېرو څو پرله پسې لسیزو کې دلته روانې جګړې او ورسره غمېزو د افغانانو اخترونه هم لکه د دوی بله هره خوښي کم رنګه کړې او دلته پر هر څه د غمېزو او ناخوالو سیوری پروت دی.
سږکال هم موږ دا را روان کوچنی اختر په داسې شرایطو کې لمانځو، چې په زر هاوو افغاني کورنۍ د فقر، اقتصادي تنګسیا، وزرګارتیا او ګڼو نورو ستونزو له امله نشي کړلای د خپلې کورنۍ د اړتیا وړ لومړني ضرورتونه پوره کړي.
متأسفانه دلته پرله پسې څو لسیزو جګړو او ورسره نا خوالو له خوار افغان ولس څخه د هغوی د ژوند لومړني امکانات هم اخیستي دي او ګڼې داسې کورنۍ شته چې د روژې په مبارکه میاشت کې یې د روژه ماتي لپاره څه نه درلودل، دا خو لا پرېږده چې په اختر کې دې د خوښیو د لمانځلو امکانات په لاس کې ولري. دغه ناوړه ټولنیزو شرایطو چې تر ډېره بریده دلته د څو لسیزو پرله پسې ستونزو او نا خوالو زېږنده ګڼل کېږي، که یوې خوا زمونږ بې وزله او فقیر ولس د اختر د خوښیو له سمو لمانځلو محروم کړی بل لورې ته یې زمونږ هغه هېواد والو ته هم چې مالي توان یې ښه دی، یو لړ مسؤولیتونه او مکلفیتونه ورپه ګوتو کړي.
دا ډول شرایط او دا حالات د یوه مسلمان په توګه مونږ اړباسي چې خپل ګاونډ او چار چاپېره ولس ته هم پام وکړو او هڅه وکړو د اختر پدې خوشحالیو کې هغه وګړي هم له ځان سره شریک کړو چې د بېلابېلو لاملونو په وجه د اختر خوښیو له لمانځلو محروم دي.
اختر د خوښیو او خوشحالیو د لمانځلو ورځ ده، ځکه نو په کار ده چې د خوښۍ په لمانځلو کې ګاونډیان او غریب خپلوان له پامه ونه غورځوو. باید هڅه وکړو خپل ځان ته د اضافي توکو د اخیستلو او راوړلو پرځای د چم ګاونډ نور مستحق خلک د اختر په خوښیو کې له ځان سره شریک کړو.
دا هم باید هېر نکړو چې اختر په حقیقت کې د ټولنیزې پخلاینې جشن دی ځکه نو په کار ده چې له نورو مسلمانانو سره کینه او خفګان ختم او مرور ملګري غېږ کې ونیسو. اختر که د ټولنیزې سولې جشن دی نو د ټولنیز زغم جشن هم دی، اختر مسلمان ته د مشرانو، کشرانو، خپلوانو، ګاونډیانو، دوستانو او انډیوالانو په وړاندې د یو ډول ټولنیز مسؤولیت احساس ورکوي، چې باید ټول ورته ښه ځیر وو او هغه له پامه ونه غورځوو.
طبیعي ده چې که انسان له ټولنې جلا شي او ټولنیزې اړیکې یې پرې شي، خپل ټولنیز نقش او ارزښت هم له لاسه ورکوي.
ځکه نو مونږ ته په کار ده چې د ټولنې مظلومه او غریبه طبقه پدې خوښیو کې له پامه ونه غورځوو، هغو ته چې د بې کسۍ او بې وسۍ ژوند لري، دې اختر کې د خوښۍ غېږې ورکړو او له دغې خوښۍ هغوی هم برخمن کړو. که مو وکولای شول چې د اختر د لمانځلو په اړه دغه اسلامي لارښوونې پر ځان عملي کړو، نو ووایو به چې په رښتیا هم مونږ د اسلام رښتیني پیروان یو.
په دې هیله چې نور مو هېواد او ولس خپل اخترونه او خوشحالۍ له ستونزو او کړاوونو لرې او په آرامۍ او سوکالۍ سره ولمانځي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس