دا دی په راتلونکو څو ورځو کې د رمضان المبارک د برکتونو میاشت ختمېږی او د نړۍ ټول مسلمانان به له خیره د نېکمرغه کوچنی اختر ورځې لمانځی.اختر زمونږ لپاره له یوې خوا پراخ عقیدتی ارزښت لری، ټول مسلمانان د لوی خدای -جل جلاله- شکر ادا کوی، چې دوی ته یې توفیق ورکړ ترڅو یوه میاشت پرله پسې روژه ونیسی، لمونځونه او عبادتونه وکړی او د خپل لوی خالق امر او فرمان ته غاړه کېږدی.
اختر پر عقیدتی اړخ سربېره، مسلمانانو ته پراخ ټولنیز ارزښت هم لری. ټول په ګډه د اسلامی سترې فریضې د بریالی ادا کولو جشن لمانځی، یو بل ته غاړې ورکوی، مرور سره پخلا کېږی، دښمنۍ او خوابدۍ له منځه ځی، کینه او کرکه خپل ځای مینې او محبت ته پرېږدی. مشران، کشرانو ته د اختر مبارکی ورکوی او پر کشرانو د شفقت او مینې لاس راکاږی.په اخترونو کې معمول وی چې خپل او خپلوان د اختر مبارکیو لپاره د یو بل کورته ورځی او تر یوې میاشتې پرله پسې زیار او عبادت وروسته د الله تعالی شکر پر ځای کوی.
افغانان هم د نړۍ نورو مسلمانانو په څېر کوچنی اختر د خپل یوه مذهبی جشن په توګه او هم د یو منل شوی دود په توګه لمانځی او د نړۍ د ګوټ ګوټ له مسلمانانو سره ځان پدې خوشحالۍ او مراسمو کې ځان شریک ګڼی.
افغانان هم د خپلو سنتی دودونو له مخې، هره کورنۍ د خپل مالی توان سره سم دغه جشن ته تیاری نیسی او هڅه کوی چې د اسلامی لارښوونو او خپل دود او دستور سره سم له یو بل سره په دغه اختریزه خوښیو کې شریک شی او د روژې د مبارکی میاشتې تر ریاضت وروسته، د الله تعالی شکر پر ځای کړی.
متأسفانه په تېرو څو پرله پسې لسیزو کې دلته روانې جګړې او ورسره غمېزو د افغانانو اخترونه هم لکه د دوی بله هره خوښی کم رنګه کړې او دلته پر هر څه د غمېزو او ناخوالو سیوری پروت دی.
سږکال هم موږ دا را روان کوچنی اختر په داسې شرایطو کې لمانځو، چې په زر هاوو افغانی کورنۍ د فقر، اقتصادی تنګسیا، وزرګارتیا او ګڼو نورو ستونزو له امله نشی کړلای د خپلې کورنۍ د اړتیا وړ لومړنی ضرورتونه پوره کړی.
متأسفانه دلته پرله پسې څو لسیزو جګړو او ورسره نا خوالو له خوار افغان ولس څخه د هغوی د ژوند لومړنی امکانات هم اخیستی دی او ګڼې داسې کورنۍ شته چې د روژې په مبارکه میاشت کې یې د روژه ماتی لپاره څه نه درلودل، دا خو لا پرېږده چې په اختر کې دې د خوښیو د لمانځلو امکانات په لاس کې ولری. دغه ناوړه ټولنیزو شرایطو چې تر ډېره بریده دلته د څو لسیزو پرله پسې ستونزو او نا خوالو زېږنده ګڼل کېږی، که یوې خوا زمونږ بې وزله او فقیر ولس د اختر د خوښیو له سمو لمانځلو محروم کړی بل لورې ته یې زمونږ هغه هېواد والو ته هم چې مالی توان یې ښه دی، یو لړ مسؤولیتونه او مکلفیتونه ورپه ګوتو کړی.
دا ډول شرایط او دا حالات د یوه مسلمان په توګه مونږ اړباسی چې خپل ګاونډ او چار چاپېره ولس ته هم پام وکړو او هڅه وکړو د اختر پدې خوشحالیو کې هغه وګړی هم له ځان سره شریک کړو چې د بېلابېلو لاملونو په وجه د اختر خوښیو له لمانځلو محروم دی.
اختر د خوښیو او خوشحالیو د لمانځلو ورځ ده، ځکه نو په کار ده چې د خوښۍ په لمانځلو کې ګاونډیان او غریب خپلوان له پامه ونه غورځوو. باید هڅه وکړو خپل ځان ته د اضافی توکو د اخیستلو او راوړلو پرځای د چم ګاونډ نور مستحق خلک د اختر په خوښیو کې له ځان سره شریک کړو.
دا هم باید هېر نکړو چې اختر په حقیقت کې د ټولنیزې پخلاینې جشن دی ځکه نو په کار ده چې له نورو مسلمانانو سره کینه او خفګان ختم او مرور ملګری غېږ کې ونیسو. اختر که د ټولنیزې سولې جشن دی نو د ټولنیز زغم جشن هم دی، اختر مسلمان ته د مشرانو، کشرانو، خپلوانو، ګاونډیانو، دوستانو او انډیوالانو په وړاندې د یو ډول ټولنیز مسؤولیت احساس ورکوی، چې باید ټول ورته ښه ځیر وو او هغه له پامه ونه غورځوو.
طبیعی ده چې که انسان له ټولنې جلا شی او ټولنیزې اړیکې یې پرې شی، خپل ټولنیز نقش او ارزښت هم له لاسه ورکوی.
ځکه نو مونږ ته په کار ده چې د ټولنې مظلومه او غریبه طبقه پدې خوښیو کې له پامه ونه غورځوو، هغو ته چې د بې کسۍ او بې وسۍ ژوند لری، دې اختر کې د خوښۍ غېږې ورکړو او له دغې خوښۍ هغوی هم برخمن کړو. که مو وکولای شول چې د اختر د لمانځلو په اړه دغه اسلامی لارښوونې پر ځان عملی کړو، نو ووایو به چې په رښتیا هم مونږ د اسلام رښتینی پیروان یو.
په دې هیله چې نور مو هېواد او ولس خپل اخترونه او خوشحالۍ له ستونزو او کړاوونو لرې او په آرامۍ او سوکالۍ سره ولمانځی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.