د روانې اونۍ په پیل کې چې افغانان د نورې نړۍ د مسلمانانو په څېر د نېکمرغه کوچنی اختر په لمانځلو بوخت وو، له امریکا څخه خپرېدونکې “واشنګټن پوسټ” ورځپاڼې د پنتاګون د یوه محرم سند په خپرولو سره ادعا وکړه چې ګواکې افغانستان یو ځل بیا د دوی په خبره د ترهګرۍ په مرکز بدل شوی دی او د سیمی او نړۍ هېوادو ته په یوه ګواښ بدل شوی دی.
د دغه سند، جزییات چې د “واشنګټن پوسټ” ورځپاڼې خپاره کړی په ډاګه کوی چې په افغانستان کې د “داعش” ډله په ځانګړی ډول هڅه کوی تر څو د سیمې او آن نړۍ په کچه بهرنی سفارتونه، سوداګریز مرکزونه، کلیساوې او د فوټبال نړیوال جام سیالۍ په نښه کړی.
که د دې خبر له جزییاتو او تفصیل نه تېر شو او یوازې د یوه استخباراتی راپور په سترګه ورته وګورو، نو دومره مهم نه برېښی، داعش یا اسلامی دولت په نامه جوړه کړای شوې ډله، عموما دا کارونه کوی او د لویدیځوالو او په تېره بیا د امریکایی ګټو د په نښه کولو تر نامه لاندې، د هر ډول هڅو ترسره کولو هوډ هم لری.
خو بل اړخ ته که د پنتاګون د دې پټ راپور د افشا کېدو پروسه او بیا د راپور تفصیل او د داعش ډلې د پلان دغه برملا کېدو ته ځېر شو نو دلته بیا سړی پوهېږی چې هغه د کلیوالی متل خبره تر کاسې لاندې نیم کاسه شته ده!
که څه هم د افغانستان د حکومت رسمی ویاند ذبیح الله مجاهد د واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د دې افشاګرۍ په غبرګون کې وویل چې داعش ډله په افغانستان کې په بشپړه توګه سرکوب شوې او د بشپړې نابودۍ په حال کې ده، خو د سیاسی چارو کارپوهان او شنونکی بیا د پنتاګون د دې محرم!! راپور تر شا څه داسې شیان ګوری چې یقینا اسلامی نړۍ او زمونږ د څنګ او ګاونډ سیمې هېوادو ته یې د خطر یو زنګ بللای شو.
تر ټولو لومړی خو د امریکا د مهمو ادارو؛ لکه: پنتاګون او سې آی اې، د دا ډول محرمو او پټو راپورونو د افشا کېدو لړۍ ده چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له خونړۍ پېښې را نیولې بیا تر ننه چې امریکایی نیواکګرو ځواکونو په ظاهره زمونږ خاوره او ملک پرې اېښی دی هم، همداسې دوام لری، چې دا په خپله د هر هوښیار سړی په ذهن کې لسګونه پوښتنې را ولاړوی.
بیا که د شک او یقین تر دې اوږدې ارزونې هم ها خواته ور واوړو، د دغه فاش شوی محرم سند منځپانګه او د هغه ځایونو او هېوادونو نومونه دی چې د دې محرم!! سند په قول داعش ډله غواړی هغه په نښه کړی!
همدارنګه په یاد فاش شوی محرم سند! کې چې د “ډیسکارډ” په نامه یوې خواله رسنۍ خپور کړی او بیا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر لاسه کړی، ویل شوی چې افغانستان د داعش ډلې د فعالیتونو د همغږۍ په مرکز بدل شوی او د دوی په خبره دغه ترهګره ډله په اروپا، آسیا او امریکا کې د بریدونو پلان لری.
دې ټولو ته په کتو له ورایه ښکاری چې د نړۍ تور استعمار بیا دلته په افغانستان او سیمه کې د یوې شومې او کرغېړنې لوبې د لوبولو پلان لری او په همدې موخه هم ده چې زمونږ له هېواد څخه یې تر شل کلن فزیکی حضور وروسته او له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو تر اېستلو وروسته، غواړی په یو بل ډول خوار او ځپل شوی افغان ولس وځپی او په سیمه او ګاونډ کې امریکایی ګټو ته نور پټ او ښکاره ګواښونه هم په نښه کړی.
اوس که کوم کس یا کوم هېواد یا کومه سیاسی او پوځی ډله پدې تش ګومان تېروزی چې شیطانه امریکا به نور په افغانستان او د سیمې په نورو اسلامی هېوادو کې امن راتلو ته لیوالتیا ولری، نو دې ته بیا د هغوی له خام خیالی او د سیاسی درک او شعور له ضعیف والی پرته بل څه نشو یلای.
د تېر تاریخ ترخو تجربو ثابته کړې چې لویدیځه استعماری نړۍ په ټوله کې او په تېره بیا امریکا هېڅکله له مسلمانانو او اسلامی هېوادو لاس نه اخلی او نه دا امکان لری چې هغوی دې په وسلو سمبال او پرمخ تللی اسلامی هېواد د سیمې او نړۍ په نقشه کې په آرامه پرېږدی.
دا هم جوته ده چې پر نورو سربېره زمونږ په ګاونډ کې پراته د مینځنۍ آسیا مسلمان مېشتی جمهوریتونه چې په رسمی او غیر رسمی بڼه زمونږ په سیمه او آن د نړۍ په کچه د امریکایی ابرځواک د سیاسی او پوځی رقیب روسیې ملاتړی ګڼل کېږی، هم د روسیې د پلویتوب له اړخه او هم د انرژۍ د بې سارې زیرمو درلودو له اړخه د شیطانې امریکا له سترګو پټ ندی.
په همدې ترتیب په آسیا کې د اتومی وسلې درلودونکی زمونږ بل ګاونډی پاکستان چې متأسفانه سیاستوال او واکمن یې د لویدیځوالو هر ډول ته ځان خولې کوی، هم په هېڅ صورت د امریکا له شیطانو سترګو پټ نشی پاتې کېدای.
لنډه دا چې دا ټولې نښې نښانې او د امریکا د څارګرو ادارو دغه ډول پټ او ښکاره راپورونه، د شنونکو او کارپوهانو له نظره د خطر هغه زنګونه ګڼل کېږی چې زمونږ په سیمه او ګاونډ کې د یوې بلې خونړۍ لوبې د پیل خبر ورکوی.
دا هم طبیعی ده چې زمونږ په څنګ او ګاونډ کې د نورو په دغه پیل کړې شومه لوبه کې مونږ هم اغېزمن کیدای شو او دا هم امکان لری دا اغېزمن توب د شوروی او امریکا تر اشغال او تپل شوې جګړې زمونږ لپاره ناوړه پایلې ولری.
دا چې پداسې یوه وضعیت کې مونږ ته څه کول په کار دی او څه ډول باید په خپل چم او ګاونډ کې د نورو د اهدافو او ګټو لپاره پیل شوې جګړې څخه تر هغه حده ځان وساتو، شاید د دې کرښو له توان څخه بیرون خبره وی، خو په یوه ټکی کې ویلای شو چې له تېرو تجربو څخه پند اخیستنه، شاید وکولای شی مونږ له ګڼو ستونزو او ناخوالو وژغوری.
والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ