اسراییلی قومندان وایی، غزه کې د پېریانو پڅېر پوځ سره جنګیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۱۹  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسراییلی پوځ د یو قومندان ویډیو ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږی، چې په کې نوموړی غزې ته د اسراییلی پوځ لېږلو په اړه پر خپل حکومت تندې نیوکې کوی.

نوموړی وایی، چې غزه کې شویو بمباردونو او بریدونو پر حمـ.ـاس جنګیالیو هېڅ اغېز نه دی کړی او بیا هم نه یوازې دا چې د دغو جنګیالیو ځواک کمزوری شوی، بلکې د ده په وینا ورځ تر بلې قوی کیږی او د اسراییلی پوځ په مرګ – ژوبله کې زیاتوالی راولی.

یاد قومندان په خپلو خبرو کې وایی، چې د حمـ.ـاس جنګیالیو د دوی د پوځ لپاره غزه جهنم ګرځولی دی.

بل لور یوې اسرایلی رسنۍ یدیعوت احارانوت هم په یو راپور کې یادونه کړې، چې د غزې په روانه جګړه کې تر دا مهاله په سلګونه اسراییلی پوځیان وژل شوی او له ۵ زرو څخه ډېر نور مرګونې ژوبل شوی دی.

دا اسراییلی قومندان وایی، حمـ.ـاس د پېریانو په څېر په ناببره ډول پر اسراییلی پوځیانو بریدونه کوی او دوی وژنی، خو اسراییلی حکومت د دوی د قربانی شویو سرتېرو د دقیقو ارقامو په اړه حقایق پټوی.

حـ.ـماس بیا د اسراییلی ځواکونو پر جنګی جنایتونو نیوکه کوی او له نړیوالو بشرپالو یې غوښتی، چې اسراییل پر بې دفاع ولسی فلسطینیانو له بریدونو راوګرځوی.

د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې غزه کې د اسراییلی اشغالګرو د بریدونو له امله تر دا مهاله نږدې ۱۸ زره بې وفاع ولسی وګړی وژل شوی او له ۵۰ زرو ډېر نور ژوبل دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.