کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۸مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بدخشان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسؤولینو د یاد ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د سېلابونو له امله خلکو ته د ځاني او مالي زیانونو د اوښتو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس ویلي، د یاد ولایت د درایم ولسوالۍ په خواسپک، ګرګیان او نیمتله سیمو کې او د تشکان ولسوالۍ په غوري سنګ، احمد آباد، المیچ، آسیاه، نوران او یارساز کلیو کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د خلکو زر جریبه کرنیزې ځمکې او په ټولیزه توګه ۵۷ کورونه ۱۲۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې او بڼونه، د آسیاب محلي ماشینونه، فرعي پلګوټي او سړکونه ویجاړ شوي او ۲۰ څاروي تلف شوي دي.
د تېرې شپې د بارانونو له امله د فېض آباد – بهارک ولسوالۍ لاره د تګ – راتګ پرمخ بنده شوې ده.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/