بدخشان کې سېلابونو خلکو ته ګڼ مالی زیانونه اړولی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۸مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بدخشان له طبیعی پېښو سره د مبارزې ریاست مسؤولینو د یاد ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د سېلابونو له امله خلکو ته د ځانی او مالی زیانونو د اوښتو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس ویلی، د یاد ولایت د درایم ولسوالۍ په خواسپک، ګرګیان او نیمتله سیمو کې او د تشکان ولسوالۍ په غوری سنګ، احمد آباد، المیچ، آسیاه، نوران او یارساز کلیو کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د خلکو زر جریبه کرنیزې ځمکې او په ټولیزه توګه ۵۷  کورونه ۱۲۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې او بڼونه، د آسیاب محلی ماشینونه، فرعی پلګوټی او سړکونه ویجاړ شوی او ۲۰ څاروی تلف شوی دی.

 د تېرې شپې د بارانونو له امله د فېض آباد – بهارک ولسوالۍ لاره د تګ – راتګ پرمخ بنده شوې ده.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.