کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۳مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزراء اداری مرستیال مولوی عـ.ـبدالسـ.ـلام حـ.ـنفی ویلی، افغان حکومت د کرنې سکټور د هرې برخې ملاتړی دی او په دې برخه کې یې د اوبو مدیریت ته ځانګړې پاملرنه کړې، څو د هېواد اوبه په منظم ډول مدیریت شی.
نوموړی د کرنېزو محصولاتو د نندارتون په پرانیست غونډه کې ویلی، د هېواد ۸۰ سلنه وګړی د کرنې او مالدارۍ له لارې خپل ژوند پر مخ بیایی، چې د کرنې سکټور پیاوړتیا به د بزګرانو د پیاوړتیا لامل شی.
د ده په خبره د زراعتی محصولاتو د پیاوړتیا لپاره هڅې دوام لری او د دې لپاره یې منظم پلان جوړ کړی دی.
افغان حکومت په داسې مهال دغه څرګندونې کوی، چې دې وروستیو کې د ولسی وګړو له لوری د هېواد د اوبو مدیریت کولو غوښتنې هم ډېرې شوی دی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ