کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۴مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ ملی لوبډلې لوبډلمشر راشدخان په یوه خبری ناسته کې ویلی، چې په روان شل اوریز نړیوال جام کې یې خپلو سیالیو ته پوره چمتووالی نیولی دی.
نوموړی دغه جام کې د ښو لوبو د ترسره کولو ډاډ څرګند کړی دی.
د کرکټ نړیوالې شورا یا “ICC” پر فېسبوک پاڼې په یوه ژوندۍ خبری ناسته کې راشدخان د خپلې لوبډلې د بشپړ چمتوالی ډاډ وښود او زیاته یې کړه چې اوس په ټورنمنټ کې د مخکې تګ پر ځای په یوې – یوې سیالۍ تمرکز کوی.
د نوموړی په وینا، لوبډلې یې په تېر پنځوس اوریز نړیوال جام کې ډېرې عالی لوبې ترسره کړی، خو دا شل اوریز نړیوال جام دی او دلته هره لوبډله کولای شی چې یو بل ته ماتې ورکړی.
د نوموړی ډېر تاکید په دې و، چې لوبغاړی باید په هره لوبه کې سل سلنه د ښې لوبې کولو کوښښ وکړی او هېڅ لوبډلې ته په کمه سترګه ونه ګوری.
د کرکټ مبصرینو په وینا د اوسنۍ لوبډلې اکثریت لوبغاړو د وېسټ اینډیز د کربین لیګ په بېلابېلو کلونو کې سیالۍ کړی او په دې پوهېږی چې په کوم لوبغالی کې څنګه لوبه وکړی.
افغان لوبډله به د سې شنبې په ورځ د کابل پر وخت سهار ۵:۰۰ بجې خپله لومړۍ سیالی د وېسټ اینډیز د ګایانا په ټاپو کې له یوګاندا لوبډلې سره ترسره کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ