استاد محمد زمان مزمل
(ګهيځ) زمونږ په دين پالونکي هېواد کې د مذهبي اسلامپالو د تاريخ او فکري مبارزو لومړى ګهيځ ؤ چې د هېواد پر افق يې رڼا خوره شوه.
اتل منهاج الدين ګهيځ په خټه خوګياڼى او د وخت او پړاو پر غوښتنو پوه او مدبر مسلمان ؤ چې د ظاهر خان د دولت پر خطرناک پړاو کې د هېواد روانو حالاتو او راتلونکو خطراتو د هغه پاى د يوه داسې فرهنګي سنګر پرانیستو ته اړ او چمتو کړ چې په نتيجه کې يې تنګ زړو دښمنانو د هغه سر او ژوند په باج کې واخيستل، ولې تر شا يې د ګهيځ د نشراتو د لړۍ هغه پارونکى ميراث پرېښود چې لس پېړۍ وروسته به هم د ګهيځ کلکسيون لکه نيمه مذهبي کتاب د ديندارو افغانانو د کور او المارۍ ښکلا وي.
منهاج الدين ګهيځ شهيد مونږ پاتې نسلونو ته د خپلې مسلمانۍ څلور ژوندي ثبوتونه ميراث پرېښودل:
لومړى ثبوت– د ګهيځ جريده چې په افغانستان کې په رښتينې توګه يوه لومړنۍ اسلامي او متعهده خپرونه وه چې د اسلامپالو مطبوعاتو په لړ کې يې لکه د ګهيځ د لمر زيرى له ځانه سره لاره.
د ګهيځ جريدې له ځانه سره څو مهم کردارونه پر ځاى کړل:
اول– دا چې دغه جريده په ډېر يوه حساس پړاو کې پيل شوه او واقعاً د يوه اسلامي اخبار تشه يې په رښتنيې ډکه کړه.
هماغه مهال چې زمونږ غښتلي ګاونډي شوروي په افغانستان کې خپل ګوډاګيان او د شوروي د فرهنګ لپاره بلا جريدې په ژوندۍ روحيه پر کار اچولې وې او افغانستان يې د شوروي له خوا د نورو اشغال شويو هېوادونو په څېر خپله خاوره ګڼله.
په داسې سختو او ستونزمنو شرايطو کې د منهاج الدین شهيد په سر کې د يوه اسلامي اخبار اندېښنې ځاله وکړه او په ډېر مناسب وخت کې (چې ځوان نسل ته تور پرنګي د ډېموکراسۍ تر نامه لاندې او شوروي اتحاد د کمونستۍ تر سرليک لاندې د انحراف بې شمېره دامونه ايښي وو) په داسې يوه پړاو کې د ګهيځ خپرونه خپره شوه او دا يو پاک پيل ؤ.
دويم– د ګهيځ جريده د يوه داسې ټيم په مشوره او همکارۍ پيل شوه چې د هغه ټيم مبارزې او شهادتونو وښودله چې ګهيځ د سړيو په چاڼ کې تر هر چا ژور ؤ.
د ګهيځ لس اتل ياران او د ګهيځ د جريدې نوميالو چلوونکو او ليکوالانو د داسې پېښو او مقاومتونو له ګرېوان نه سر را وايست چې د هر يوه د اتلولۍ داستان جلا کتاب کښل غواړي، په دې اړه مهمه دا ده چې ګهيځ کې مصروف او ګهيځ سره همکاري کوونکي افغانان د همدغه لوى نهضت د مخکښانو له ډلې وو.
که ګهيځ د هر مسلمان اخبار ؤ او که ګهيځ زمونږ د هېواد مخکښه اسلامي جريده وه، نو د هغه ليکوال ټيم هم د مبارزينو په کتار کې هغه سرغنه کسان وو چې د دې ښه اخبار دا هرڅه د هغوى پر توجه او قلم هغسې ؤ چې سل کاله وروسته هم د يو مسلمان لپاره په کې د وياړ ډېر څه پيدا کيدلى شي. د ګهيځ ټولې خوبيانې او د يوه اسلامي او مخکښ اخبار په توګه په خپل وخت او حالاتو د هغه ښه اثرات او لا تاريخ ته پاتې دا هرڅه د دغو ګهيځيانو د ايماندارۍ او له خپل ملت او خلکو سره د هغوى د بې کچې مينې ثبوت او محصول دى.
زه چې اوس دا کرښې ليکم د هغو عزيزانو د هر يوه څيره، ايمانداري او هغه قرباني مې سترګو ته ودريږي چې د دې اونيزې د مقالو د ليکلو له لارې او بيا د هغه جهادي مقاومت په لړ کې يې وښوده چې دوى پکې له هرچا مخکې خپله کيسه پر خپلو وينو وليکله.
د ګهيځ جريدې د همغه مهال خاطرې او ورسره د پرګنو بې کچه مينه او په ټولنه کې د هغې مثبت اثرات دا ټول په حقيقت کې د دغو قلموالو د زيار او اخلاص ښکارندوى دي.
په افغاني ټولنه کې ډېره مشکله ده چې د يوې ډلې او يوه ټيم په چوکاټ کې ټول شوي خلک همداسې تر پايه په يوه لاره پاتې شي، ولې د ګهيځ مرکزي چلوونکي هغسې چې د اسلام مدافعین وو، په هماغه نېکنامۍ يې خپله پاتې لاره د لقاء الله تر درشل پورې خوندي وساتله، داسې څوک پکې پيدا او پاتې نه شو چې د خپلو ملګرو لپاره د ژيړ رنګي باعث شي.
درېيم- د ګهيځ جريدې پراخ نشراتي افق:
که څه هم چې شهيد منهاج الدين ګهيځ هغه مهال د نشراتو ميدان ته نوى راوتلى ؤ او د يوې بلې سابقې مقدمه پکې نه ليدل کېږي، ولې د ګهيځ لپاره يې د يوې داسې نشراتي پاليسۍ اساس او بنسټ او چوکاټ کېښود چې (ګهيځ) پکې تر پايه د هر مسلمان اخبار او هر مسلمان پکې د خپل خاطر د قريحې مطابق مطالب او مضامين پيدا کولى او لوستلاى شول.
هغه مهال چې نسبي آزادي او د بيان نو بنياده آزادي د هېواد ځوان نسل په خپلو کې په يوه بې رحمه سيالۍ کې غورځولي وو، دا د منهاج شهيد سوغات ګهيځ ؤ چې زمونږ جذبه يې د کمونستانو او د نظام پر ضد د جريدو په سطحه او مقابلو کې ژوندۍ ساتله او زمونږ سيالي پرې برابره وه.
د ګهيځ جريدې مؤثريت په دې کې ؤ چې هغې:
* ورځنۍ ستونزې په ژور او ژوندۍ بڼه څېړلې.
* په ليکلو مطالبو کې د محتوى او مضمون برتري له ورايه ښکاريدله.
* د يوه آزاد او آزادي غوښتونکي نسل ترجمانه وه.
* په خپلو مطالبو کې هومره جامع وه چې کاشغر او ترابلس يې هم تر زاویې لاندې وو.
* په افغانستان کې د هر مسلمان جريده وه.
* د دښمنانو پر ضد يې تېره او ناصحانه ژبه لرله، خو د مسلمانانو په اړه يې دومره خوږه ژبه چلوله چې د جريدې د مؤسس پر ضد يې هم د نورو ښکنځلې په خپله جريده کې زغلمې او نشرولې.
هغه مهال مونږ په کابل کې د يوې جريدې خاوندان وو او په زغرده مو رانيولې او په شوق مو لوستلاى شوه او په سيال مجلس کې مو په جرأت په لاس کې ساتلاى شوه.
منم چې هغه مهال د جرايدو آزادي او بازار نوى ؤ، کيداى شي چې ګهيځ پکې خپلې نيمګړتياوې درلودلې، ولې په دې لحاظ چې هغه پر يو ګوندي تنګ ماحول پورې نه وه تړلې او بل دا چې جريده په طبيعي لحاظ د ژبې او مقالو له مخې هومره عالي زړه راښکونکې او د هر مسلمان پر روحيه برابره وه چې نن هم په همدې معيار په هېواد کې د ګهيځ بديل بل اخبار يا جريده نشته چې هر مسلمان يې خپله خپرونه وګڼي.
مونږ د اسلامي تحريک په حيث هغه مهال له دې جريدې پرته بل ممبر نه لاره او د ټول هغه بې اعتنا تعامل سره چې د نهضت ځينو غړو له ګهيځ سره کله نا کله درلود، بيا هم د دغو کسانو د روحيې او جذبې خلاف ګهيځ د هر مسلمان اخبار او آواز ؤ.
هغه مهال چې تحريک د هجرت لاره نيوله ښه مې په ياد دي چې په دعوتي مراجعو کې به چې له مونږ نه چا په افغانستان کې د فرهنګي کار او فعاليتونو په اړه د يو ثبوت په حد کې اسناد او مدارک وغوښتل نو مونږ به ورته د شهيد منهاج الدين ګهيځ د اخبار کاپي وړاندې کوله.
په رښتيا سره دا په ځاى هم وه او کيداى شي يوه برخه يې د شهيد ګهيځ د مبارزې په ثبوتي سجل کې ولولو.
اوس هم زه د يوه دردمن مسلمان په حيث د دې ضرورت وينم چې ګهيځ هغه زمونږ د يوه ژوندي پړاو ځليدونکی څلى او هغه زمونږ د يوه قرباني شوي عزيز نسل د لاس نښه او لګيدلى څراغ، يو ځل بيا او په همغه پراخ افق او هراړخيزه نشراتي پاليسي په درلودلو سره د يوې ورځپاڼې په بڼه، د ځينو بادرده رجالو په همکارۍ له سره پيل او د دې تاريخي جريدې تسلسل زمونږ راتلونکو نسلونو ته پاتې کيسه او جريان هماغسې ژوندى وساتي.
په دې ډول د ګهيځ جريده د منهاج الدين ګهيځ د مسلمانۍ هغه تلپاتې ثبوت دى چې د هېواد په تاريخ کې به د بخيلو کسانو د تنګ زړه خلاف پراخ لا لوړ مقام (هماغسې چې درلود يې) پيدا کړي
دويم ثبوت- د شهيد ګهيځ د زغم او تحمل تهذيب:
که څه هم زمونږ له نظره هغو چې د مسلمانۍ په کار کې يې سره شريک پيل کړى دى، هغوى ټول د دغه نهضت بچيان دي او د الله جل جلاله په سجل کې مسلمانان د عقيدې پر پيوند حسابيږي او په دې حساب کې ګهيځ تر ډېرو مخکې دى (ان شاء الله) او ؤ، له همدې ځايه هومره چې د عقيدې د پيوند پر حساب د هغه نامردانه ترور زمونږ زړونه زخمي کړل، کيداى شي د هغې په لسمه د هغه کورنۍ نه وي کړولې، ځکه د هغه کورنۍ له هغه سره دغه روحي پيوند نه لاره، بلکې د خپلولۍ اړيکې وې.
هغه کسان چې په هېواد کې هغه مهال کله کله د نهضت د ځينو غړو د تنګ زړۍ په وجه د ځينو کسانو له خوا ورسره ښه معامله نه کېدله، په هغو کې يو هم شهيد ګهيځ او بل پکې شهيد ابراهيم جان مجددي وو.
سره د دې چې د نهضت پيل په طبيعي ډول د دغسې دريځونو او له دغسې تنګ نظريو سره کله نا کله مخامخ کېږي ولې په افغانستان کې په کومه اندازه چې شهيد ګهيځ او ابراهيم مجددي په ځوان مسلمان نسل خوږ او باوري وو، هومره د نهضت په منځ کې ځينې بې تجربې وروڼه د هغو د ځورولو او آزارولو په جهت کې مصروف وو. ولې بيا هم دغه دواړه ديني او مسلمان مشران تر پايه نه د چا په دغو بې ځايه عکس العملونو او نه هم د چا په سپکو سپورو داسې وپارېدل چې هغوى پکې د چا ځواب ووايي او يا هم چا ته پکې خپله ګيله وړاندې کړي.
اوس هم په دې نهضت کې ډېری داسې کسان شته چې د خولې او قلم نه يې ډېر مسلمانان ځوريږي او د مسلمانانو عورات په بهتان سره بربنډوي، ولې دا تهذيب که د هر چا عادت وي خراب او د الله تعالى نه د نه وېرې پر بنياد ولاړ تهذيب دى، يو مسلمان بايد د بل مسلمان ورور سره هغسې د صبر او زغم نه کار واخلي لکه شهيد ګهيځ او شهيد ابراهيم مجددي چې درلود.
ښايي په دې اړه د دې وخت ځلميان هېڅ پوه نه وي چې مونږ څه وايو ، ولې بايد دا په ډاګه ووايم چې هغه مهال به په مظاهرو او غونډو کې ځينې کسانو ګهيځ او د هغه اخبار دواړه محکومول، ګهيځ شهيد به بيا د همغو مسلمانانو د مظاهرو او لاريونونو راپور داسې طبيعي او په زړه پورې خپرولو چې د پېښ شوي حساسيت په اړه به يې يوه کلمه هم نه وه ليکلې.
او دا په دې خاطر چې شهيد ګهيځ پوهېده چې دا په ځوان نسل کې همداسې جذبې وي او پېښيږي او د پيل مسلمانان له همداسې پړاونو نه تېر شوي او له هغوى سره د زغم په جذبه مخکې تلل په کار دي.
د نهضت ځوانانو د ګهيځ او مجددي په اړه په خپل دريځ کې د دښمن او بد نظر نه دغسې اظهارات او دريځونه نه نيول، بلکې هغه پړاو د پيل او يو حساس پړاو ؤ، د هرڅه وېره پکې وه، په دې خاطر چې د ګهيځ په کورنۍ کې ځينې کسان د غلط فکر خاوندان وو او د مجددي کورنۍ به له ظاهر شاه سره په يوه طبيعي تسلسل کې شريکه راغلې وه، نو د نهضت ځينې غړيو له دې وېرې چې نهضت له داسې وړو نزاکتونو نه صدمه ونه ويني، داسې عکس العمل ښوده چې په هېڅ صورت پکار نه ؤ.
په داسې حال کې چې د شهيد ګهيځ او يا د بل چا د کورنۍ د ځينو غړو د ناسمه او کچه افکارو پړه پر دوى نه راځي، بلکې دا د شهيد ګهيځ يو بله برتري او تقوى هم ده چې په دغسې ماحول کې د اسلام نه د دفاع توغ پورته کوي، ولې بيا هم پرګنې او ماحولونه کله کله په دې اړه همدغسې لږ بې انصافه او توندې فيصلې کوي.
داچې مونږ مخکې وويل چې ګهيځ د هر مسلمان اخبار ؤ، په دې اړه د ګهيځ جريدې له ټيم نه پورته په دې سلسله کې مؤثر کردار په خپله د شهيد ګهيځ ؤ که زمونږ مشرانو د جهاد په لړ کې يا هم د بري په لړ کې د ګهيځ لسمه برخه د صبر او زغم له تهذيب نه کار اخيستى واى، نن به په آرام افغانستان کې د دغو مشرانو د سوله یيز او اسلامي نظام تر سيورې لاندې د هغوی آرزو هم سرته رسېدلې وه.
تاسې اوس هم په افغانستان کې د اسلامي ډلو جريدې او نشرات د ګهيځ جريدې سره مقايسه کړئ، خپله به پوه شئ چې عادت بدليدل رښتيا د غره د بې ځايه کولو هومره زور غواړي، ولې شيهد ګهيځ ؤ چې هغه مهال د کم تجربه ځوانانو نيوکو ته لکه غر ولاړ ؤ.
بله پکې دا هم وه چې نهضت واقعاً د پيل په مرحله کې ؤ، په دې اړه ټول تر دې چې ګهيځ هم د لارې په سر کې ؤ، ازميښت پکې لا پاتې ؤ، د هر چا ايمانداري يوه د سوال خبره وه، ولې څنګه چې ځوانانو دا امتحان پوره ورکړ یعنې د دې کيسه به په درېيم ثبوت کې ولولئ.
دلته مونږ روان نسل او اوسني نسل نه د همداسې فرهنګي صبور انسان د اخلاقي داستان نه د دغه الهام اخيستلو غوښتنه کوو چې زمونږ هېواد او ملت د ناصبره او ناهيلو کسانو او ډلو نه ډېر وزغمل او ډېر وڅکل او ډېرې لاسته راغلې برياوې د همدې نه زغم په وجه له لاسه لاړې. هيله ده چې راتلونکى نسل په هغه برخه کې د بزرګوارۍ مظاهره وکړي چې زمونږ په تېر نسل کې يې له کمبود نه مونږ ټولو صدمې ليدلي دي.
درېيم ثبوت- تر هرچا مخکښ او وړاندې شهادتونه:
مونږ چې يو ژور فرهنګي ماحول او چاپيريال کې نه يو راټوکيدلي، د اخبار، جريدې، مجلې او يا هم بلې خپرونې د ارزونې پوره توان هم نه لرو، ولې لکه چې ومې ويل په هغه بدمسته او د سيالۍ پر جذبه ولاړ پړاو کې يوازې ګهيځ ؤ چې زمونږ پر هغه د يوې اسلامي جريدې تنده ماتيدله، ولې د اتل منهاج الدين ګهيځ شهادت وښودله چې دښمنانو ته د دغې نشريې چليدل او د امتياز د خاوند ژوند د زغم وړ نه ؤ، چې دا په خپله د دې جريدې تأثير پر مسلمانانو وګړو روښانه کوي.
کيداى شي د ګهيځ د شهادت په بديل اقدام باندې پرچميانو او شورويانو ډېر فکر کړى وي، ولې پاى هغوى د ګهيځ په وژلو که له هغه ګهيځ نه انتقام واخيست چې تر هر چا پکې د کمونست او شوروي مخ بدرنګه ليدل کېده.
١٣٥١لمريز کال پر شوروي او افغاني کمونستانو باندې دروند کال ؤ، په پوهنتوني ټکرونو کې چې زيات د همدغو ډلو له لوري تنظيم کېدل، په پاى کې د هغوى (کمونستانو) هيبت ختم شو او تر وړاندې يې هم زياته بدنامي نصيب شوه، ځکه په افغاني ټولنه کې ميدان د ګټلو ځاى وي، هغوى په راتلونکو پوهنتوني او ملي انتخاباتو کې خپل وزن تر هرچا کم ليده، ځکه د هغوى اصلي مخونه ملت ته نيم په هغو مظاهرو او ټکرونو کې بربنډ شول او نيم نور تور مخ يې ګهيځ جريدې په هغو مقالو کې چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې يې د شوروي او کمونيزم کرغېړنه څېره معرفي کوله بربنډ شو.
د کمونستانو له خوا په هغو ټکرونو کې چې مولوي حبيب الرحمن شهيد پکې زخمي شو او شهيد انجنير حبيب الرحمن محاصره، کېداى شي په هغو پېښو کې هم په يو بلوايي حرکت کې د اسلامي نهضت د مشرانو وژل اصلي هدف ؤ، ولې هغوى په دې اړه په خپل غلط تدبير کې د نهضت پرستيژ نور هم قوي او اوچت کړ، خو ګهيځ چې په خپل کور کې اوسېده او په خپل کور کې يې هم د پردي فکر خاوندان وو، هغه يې له خپلې مخې هغسې تر هر چا آسانه او وړاندې لرې کړ.
په هر صورت ١٣٥١لمريز کال واقعاً يو خطرناک کال ؤ، د همدې کال په لړ کې شوروي د سردار محمد داود د عقده من اقدام لپاره شرایط برابر کړل ترڅو په افغانستان کې د مسلمانۍ او ګاونډيانو سره د روغې جوړې روانې سلسلې ته د پاى ټکى کيږدي.
په افغانستان کې د يوې اوږدې سوله ییزې مرحلې په پاى کې د شهيد ګهيځ شهادت اولنۍ او خطرناکه پېښه وه او دې پېښې له يوې خوا وښوده چې شهيد ګهيځ په خپل کار کې هومره مؤثر ؤ چې نور نو د دښمنانو د زغم ظرف ډک شوى ؤ، او له بلې خوا يې دا هم ثابته کړه چې ګهيځ يو بې آلايشه او پاک زړى مسلمان شخصيت ؤ چې پاى يې خپل سر د خپل فکر په لار کې د الله لپاره قربان کړ.
داسې چې ګهيځ د اسلام نه د دفاع خبره په مخ کې اچولې وه، داسې ډېر نور هم وو، ولې دا چې په دې تاريخ يوازې هغه په نښه شو دا په خپل ځاى د دې ثبوت دى چې هغه په خپله مسلمانۍ او مبارزه کې يو مخى او پاک زړى مجاهد ؤ.
که څه هم د هغه په کور کې داسې کسان وو چې د ده د آرمان او هڅو په مخالف لور کې روان وو، خو بيا هم هغه له خپل دغه نژدې کورني ماحول نه هم هومره د عقيدې پر بنياد جلا شوى او يوازې ؤ چې د هغه په وژلو کې چا د هغه د دوستۍ او خپلولۍ مخه هم ونه کړه.
ګهيځ شهيد د «ګهيځ» د ايمان پارونکيو پاڼو قرباني شو، ولې داهسې خوشې جريده نه وه، بلکې د دې جريدې څلور مهم مديران چې هم سوچه مسلمانان وو او هم غښتلي مبارزين، هر يوه يې پر خپل مهال د شهادت جامونه وڅښل او ګهيځ يوازینۍ جريده وه چې د هغې ټول مسؤول مديران او د امتياز خاوندان د اسلام د دښمنانو له خوا په شهادت ورسول شول، او کېداى شي د هر يوه د شهادت خبره د هغه د ژوند په مختصر سرليک کې وړاندې شي، ولې شهيد ګهيځ ۵۰ کاله وړاندې د سنبلې مياشتې په ۱۶ مه نېټه په کال ۱۳۵۱لمريز کې، د الله او هېواد د دښمنانو له خوا په خپل کورکې چې د جمعې مبارکه شپه وه په شهادت ورسېد، ولې په دنيا به يې د ياد وياړونه تل پاتې وي او په آخرت کې به هم (ان شاء الله) په خپلو دښمنانو همداسې سر لوړى او عزتمن وي لکه نن چې زمونږ په زړونو کې د هغه ياد او کارنامې ژوندۍ او تلپاتې دي.