استاد محمد زمان مزمل

(ګهیځ) زمونږ په دین پالونکی هېواد کې د مذهبی اسلامپالو د تاریخ او فکری مبارزو لومړى ګهیځ ؤ چې د هېواد پر افق یې رڼا خوره شوه.

اتل منهاج الدین ګهیځ په خټه خوګیاڼى او د وخت او پړاو پر غوښتنو پوه او مدبر مسلمان ؤ چې د ظاهر خان د دولت پر خطرناک پړاو کې د هېواد روانو حالاتو او راتلونکو خطراتو د هغه پاى د یوه داسې فرهنګی سنګر پرانیستو ته اړ او چمتو کړ چې په نتیجه کې یې تنګ زړو دښمنانو د هغه سر او ژوند په باج کې واخیستل، ولې تر شا یې د ګهیځ د نشراتو د لړۍ هغه پارونکى میراث پرېښود چې لس پېړۍ وروسته به هم د ګهیځ کلکسیون لکه نیمه مذهبی کتاب د دیندارو افغانانو د کور او المارۍ ښکلا وی.

 

 منهاج الدین ګهیځ شهید مونږ پاتې نسلونو ته د خپلې مسلمانۍ څلور ژوندی ثبوتونه میراث پرېښودل:

 

لومړى ثبوت– د ګهیځ جریده چې په افغانستان کې په رښتینې توګه یوه لومړنۍ اسلامی او متعهده خپرونه وه چې د اسلامپالو مطبوعاتو په لړ کې یې لکه د ګهیځ د لمر زیرى له ځانه سره لاره.

د ګهیځ جریدې له ځانه سره څو مهم کردارونه پر ځاى کړل:

اول– دا چې دغه جریده په ډېر یوه حساس پړاو کې پیل شوه او واقعاً د یوه اسلامی اخبار تشه یې په رښتنیې ډکه کړه.

هماغه مهال چې زمونږ غښتلی ګاونډی شوروی په افغانستان کې خپل ګوډاګیان او د شوروی د فرهنګ لپاره بلا جریدې په ژوندۍ روحیه پر کار اچولې وې او افغانستان یې د شوروی له خوا د نورو اشغال شویو هېوادونو په څېر خپله خاوره ګڼله.

په داسې سختو او ستونزمنو شرایطو کې د منهاج الدین شهید په سر کې د یوه اسلامی اخبار اندېښنې ځاله وکړه او په ډېر مناسب وخت کې (چې ځوان نسل ته تور پرنګی د ډېموکراسۍ تر نامه لاندې او شوروی اتحاد د کمونستۍ تر سرلیک لاندې د انحراف بې شمېره دامونه ایښی وو) په داسې یوه پړاو کې د ګهیځ خپرونه خپره شوه او دا یو پاک پیل ؤ.

دویم– د ګهیځ جریده د یوه داسې ټیم په مشوره او همکارۍ پیل شوه چې د هغه ټیم مبارزې او شهادتونو وښودله چې ګهیځ د سړیو په چاڼ کې تر هر چا ژور ؤ.

د ګهیځ لس اتل یاران او د ګهیځ د جریدې نومیالو چلوونکو او لیکوالانو د داسې پېښو او مقاومتونو له ګرېوان نه سر را وایست چې د هر یوه د اتلولۍ داستان جلا کتاب کښل غواړی، په دې اړه مهمه دا ده چې ګهیځ کې مصروف او ګهیځ سره همکاری کوونکی افغانان د همدغه لوى نهضت د مخکښانو له ډلې وو.

که ګهیځ د هر مسلمان اخبار ؤ او که ګهیځ زمونږ د هېواد مخکښه اسلامی جریده وه، نو د هغه لیکوال ټیم هم د مبارزینو په کتار کې هغه سرغنه کسان وو چې د دې ښه اخبار دا هرڅه د هغوى پر توجه او قلم هغسې ؤ چې سل کاله وروسته هم د یو مسلمان لپاره په کې د ویاړ ډېر څه پیدا کیدلى شی. د ګهیځ ټولې خوبیانې او د یوه اسلامی او مخکښ اخبار په توګه په خپل وخت او حالاتو د هغه ښه اثرات او لا تاریخ ته پاتې دا هرڅه د دغو ګهیځیانو د ایماندارۍ او له خپل ملت او خلکو سره د هغوى د بې کچې مینې ثبوت او محصول دى.

زه چې اوس دا کرښې لیکم د هغو عزیزانو د هر یوه څیره، ایمانداری او هغه قربانی مې سترګو ته ودریږی چې د دې اونیزې د مقالو د لیکلو له لارې او بیا د هغه جهادی مقاومت په لړ کې یې وښوده چې دوى پکې له هرچا مخکې خپله کیسه پر خپلو وینو ولیکله.

د ګهیځ جریدې د همغه مهال خاطرې او ورسره د پرګنو بې کچه مینه او په ټولنه کې د هغې مثبت اثرات دا ټول په حقیقت کې د دغو قلموالو د زیار او اخلاص ښکارندوى دی.

په افغانی ټولنه کې ډېره مشکله ده چې د یوې ډلې او یوه ټیم په چوکاټ کې ټول شوی خلک همداسې تر پایه په یوه لاره پاتې شی، ولې د ګهیځ مرکزی چلوونکی هغسې چې د اسلام مدافعین وو، په هماغه نېکنامۍ یې خپله پاتې لاره د لقاء الله تر درشل پورې خوندی وساتله، داسې څوک پکې پیدا او پاتې نه شو چې د خپلو ملګرو لپاره د ژیړ رنګی باعث شی.

 

درېیم- د ګهیځ جریدې پراخ نشراتی افق:

که څه هم چې شهید منهاج الدین ګهیځ هغه مهال د نشراتو میدان ته نوى راوتلى ؤ او د یوې بلې سابقې مقدمه پکې نه لیدل کېږی، ولې د ګهیځ لپاره یې د یوې داسې نشراتی پالیسۍ اساس او بنسټ او چوکاټ کېښود چې (ګهیځ) پکې تر پایه د هر مسلمان اخبار او هر مسلمان پکې د خپل خاطر د قریحې مطابق مطالب او مضامین پیدا کولى او لوستلاى شول.

هغه مهال چې نسبی آزادی او د بیان نو بنیاده آزادی د هېواد ځوان نسل په خپلو کې په یوه بې رحمه سیالۍ کې غورځولی وو، دا د منهاج شهید سوغات ګهیځ ؤ چې زمونږ جذبه یې د کمونستانو او د نظام پر ضد د جریدو په سطحه او مقابلو کې ژوندۍ ساتله او زمونږ سیالی پرې برابره وه.

 

د ګهیځ جریدې مؤثریت په دې کې ؤ چې هغې:

* ورځنۍ ستونزې په ژور او ژوندۍ بڼه څېړلې.

* په لیکلو مطالبو کې د محتوى او مضمون برتری له ورایه ښکاریدله.

* د یوه آزاد او آزادی غوښتونکی نسل ترجمانه وه.

* په خپلو مطالبو کې هومره جامع وه چې کاشغر او ترابلس یې هم تر زاویې لاندې وو.

* په افغانستان کې د هر مسلمان جریده وه.

* د دښمنانو پر ضد یې تېره او ناصحانه ژبه لرله، خو د مسلمانانو په اړه یې دومره خوږه ژبه چلوله چې د جریدې د مؤسس پر ضد یې هم د نورو ښکنځلې په خپله جریده کې زغلمې او نشرولې.

هغه مهال مونږ په کابل کې د یوې جریدې خاوندان وو او په زغرده مو رانیولې او په شوق مو لوستلاى شوه او په سیال مجلس کې مو په جرأت په لاس کې ساتلاى شوه.

منم چې هغه مهال د جرایدو آزادی او بازار نوى ؤ، کیداى شی چې ګهیځ پکې خپلې نیمګړتیاوې درلودلې، ولې په دې لحاظ چې هغه پر یو ګوندی تنګ ماحول پورې نه وه تړلې او بل دا چې جریده په طبیعی لحاظ د ژبې او مقالو له مخې هومره عالی زړه راښکونکې او د هر مسلمان پر روحیه برابره وه چې نن هم په همدې معیار په هېواد کې د ګهیځ بدیل بل اخبار یا جریده نشته چې هر مسلمان یې خپله خپرونه وګڼی.

مونږ د اسلامی تحریک په حیث هغه مهال له دې جریدې پرته بل ممبر نه لاره او د ټول هغه بې اعتنا تعامل سره چې د نهضت ځینو غړو له ګهیځ سره کله نا کله درلود، بیا هم د دغو کسانو د روحیې او جذبې خلاف ګهیځ د هر مسلمان اخبار او آواز ؤ.

هغه مهال چې تحریک د هجرت لاره نیوله ښه مې په یاد دی چې په دعوتی مراجعو کې به چې له مونږ نه چا په افغانستان کې د فرهنګی کار او فعالیتونو په اړه د یو ثبوت په حد کې اسناد او مدارک وغوښتل نو مونږ به ورته د شهید منهاج الدین ګهیځ د اخبار کاپی وړاندې کوله.

په رښتیا سره دا په ځاى هم وه او کیداى شی یوه برخه یې د شهید ګهیځ د مبارزې په ثبوتی سجل کې ولولو.

اوس هم زه د یوه دردمن مسلمان په حیث د دې ضرورت وینم چې ګهیځ هغه زمونږ د یوه ژوندی پړاو ځلیدونکی څلى او هغه زمونږ د یوه قربانی شوی عزیز نسل د لاس نښه او لګیدلى څراغ، یو ځل بیا او په همغه پراخ افق او هراړخیزه نشراتی پالیسی په درلودلو سره د یوې ورځپاڼې په بڼه، د ځینو بادرده رجالو په همکارۍ له سره پیل او د دې تاریخی جریدې تسلسل زمونږ راتلونکو نسلونو ته پاتې کیسه او جریان هماغسې ژوندى وساتی.

په دې ډول د ګهیځ جریده د منهاج الدین ګهیځ د مسلمانۍ هغه تلپاتې ثبوت دى چې د هېواد په تاریخ کې به د بخیلو کسانو د تنګ زړه خلاف پراخ لا لوړ مقام (هماغسې چې درلود یې) پیدا کړی

دویم ثبوت- د شهید ګهیځ د زغم او تحمل تهذیب:

که څه هم زمونږ له نظره هغو چې د مسلمانۍ په کار کې یې سره شریک پیل کړى دى، هغوى ټول د دغه نهضت بچیان دی او د الله جل جلاله په سجل کې مسلمانان د عقیدې پر پیوند حسابیږی او په دې حساب کې ګهیځ تر ډېرو مخکې دى (ان شاء الله) او ؤ، له همدې ځایه هومره چې د عقیدې د پیوند پر حساب د هغه نامردانه ترور زمونږ زړونه زخمی کړل، کیداى شی د هغې په لسمه د هغه کورنۍ نه وی کړولې، ځکه د هغه کورنۍ له هغه سره دغه روحی پیوند نه لاره، بلکې د خپلولۍ اړیکې وې.

هغه کسان چې په هېواد کې هغه مهال کله کله د نهضت د ځینو غړو د تنګ زړۍ په وجه د ځینو کسانو له خوا ورسره ښه معامله نه کېدله، په هغو کې یو هم شهید ګهیځ او بل پکې شهید ابراهیم جان مجددی وو.

سره د دې چې د نهضت پیل په طبیعی ډول د دغسې دریځونو او له دغسې تنګ نظریو سره کله نا کله مخامخ کېږی ولې په افغانستان کې په کومه اندازه چې شهید ګهیځ او ابراهیم مجددی په ځوان مسلمان نسل خوږ او باوری وو، هومره د نهضت په منځ کې ځینې بې تجربې وروڼه د هغو د ځورولو او آزارولو په جهت کې مصروف وو. ولې بیا هم دغه دواړه دینی او مسلمان مشران تر پایه نه د چا په دغو بې ځایه عکس العملونو او نه هم د چا په سپکو سپورو داسې وپارېدل چې هغوى پکې د چا ځواب ووایی او یا هم چا ته پکې خپله ګیله وړاندې کړی.

اوس هم په دې نهضت کې ډېری داسې کسان شته چې د خولې او قلم نه یې ډېر مسلمانان ځوریږی او د مسلمانانو عورات په بهتان سره بربنډوی، ولې دا تهذیب که د هر چا عادت وی خراب او د الله تعالى نه د نه وېرې پر بنیاد ولاړ تهذیب دى، یو مسلمان باید د بل مسلمان ورور سره هغسې د صبر او زغم نه کار واخلی لکه شهید ګهیځ او شهید ابراهیم مجددی چې درلود.

ښایی په دې اړه د دې وخت ځلمیان هېڅ پوه نه وی چې مونږ څه وایو ، ولې باید دا په ډاګه ووایم چې هغه مهال به په مظاهرو او غونډو کې ځینې کسانو ګهیځ او د هغه اخبار دواړه محکومول، ګهیځ شهید به بیا د همغو مسلمانانو د مظاهرو او لاریونونو راپور داسې طبیعی او په زړه پورې خپرولو چې د پېښ شوی حساسیت په اړه به یې یوه کلمه هم نه وه لیکلې.

او دا په دې خاطر چې شهید ګهیځ پوهېده چې دا په ځوان نسل کې همداسې جذبې وی او پېښیږی او د پیل مسلمانان له همداسې پړاونو نه تېر شوی او له هغوى سره د زغم په جذبه مخکې تلل په کار دی.

د نهضت ځوانانو د ګهیځ او مجددی په اړه په خپل دریځ کې د دښمن او بد نظر نه دغسې اظهارات او دریځونه نه نیول، بلکې هغه پړاو د پیل او یو حساس پړاو ؤ، د هرڅه وېره پکې وه، په دې خاطر چې د ګهیځ په کورنۍ کې ځینې کسان د غلط فکر خاوندان وو او د مجددی کورنۍ به له ظاهر شاه سره په یوه طبیعی تسلسل کې شریکه راغلې وه، نو د نهضت ځینې غړیو له دې وېرې چې نهضت له داسې وړو نزاکتونو نه صدمه ونه وینی، داسې عکس العمل ښوده چې په هېڅ صورت پکار نه ؤ.

په داسې حال کې چې د شهید ګهیځ او یا د بل چا د کورنۍ د ځینو غړو د ناسمه او کچه افکارو پړه پر دوى نه راځی، بلکې دا د شهید ګهیځ یو بله برتری او تقوى هم ده چې په دغسې ماحول کې د اسلام نه د دفاع توغ پورته کوی، ولې بیا هم پرګنې او ماحولونه کله کله په دې اړه همدغسې لږ بې انصافه او توندې فیصلې کوی.

داچې مونږ مخکې وویل چې ګهیځ د هر مسلمان اخبار ؤ، په دې اړه د ګهیځ جریدې له ټیم نه پورته په دې سلسله کې مؤثر کردار په خپله د شهید ګهیځ ؤ که زمونږ مشرانو د جهاد په لړ کې یا هم د بری په لړ کې د ګهیځ لسمه برخه د صبر او زغم له تهذیب نه کار اخیستى واى، نن به په آرام افغانستان کې د دغو مشرانو د سوله ییز او اسلامی نظام تر سیورې لاندې د هغوی آرزو هم سرته رسېدلې وه.

تاسې اوس هم په افغانستان کې د اسلامی ډلو جریدې او نشرات د ګهیځ جریدې سره مقایسه کړئ، خپله به پوه شئ چې عادت بدلیدل رښتیا د غره د بې ځایه کولو هومره زور غواړی، ولې شیهد ګهیځ ؤ چې هغه مهال د کم تجربه ځوانانو نیوکو ته لکه غر ولاړ ؤ.

بله پکې دا هم وه چې نهضت واقعاً د پیل په مرحله کې ؤ، په دې اړه ټول تر دې چې ګهیځ هم د لارې په سر کې ؤ، ازمیښت پکې لا پاتې ؤ، د هر چا ایمانداری یوه د سوال خبره وه، ولې څنګه چې ځوانانو دا امتحان پوره ورکړ یعنې د دې کیسه به په درېیم ثبوت کې ولولئ.

دلته مونږ روان نسل او اوسنی نسل نه د همداسې فرهنګی صبور انسان د اخلاقی داستان نه د دغه الهام اخیستلو غوښتنه کوو چې زمونږ هېواد او ملت د ناصبره او ناهیلو کسانو او ډلو نه ډېر وزغمل او ډېر وڅکل او ډېرې لاسته راغلې بریاوې د همدې نه زغم په وجه له لاسه لاړې. هیله ده چې راتلونکى نسل په هغه برخه کې د بزرګوارۍ مظاهره وکړی چې زمونږ په تېر نسل کې یې له کمبود نه مونږ ټولو صدمې لیدلی دی.

 

درېیم ثبوت- تر هرچا مخکښ او وړاندې شهادتونه:

مونږ چې یو ژور فرهنګی ماحول او چاپیریال کې نه یو راټوکیدلی، د اخبار، جریدې، مجلې او یا هم بلې خپرونې د ارزونې پوره توان هم نه لرو، ولې لکه چې ومې ویل په هغه بدمسته او د سیالۍ پر جذبه ولاړ پړاو کې یوازې ګهیځ ؤ چې زمونږ پر هغه د یوې اسلامی جریدې تنده ماتیدله، ولې د اتل منهاج الدین ګهیځ شهادت وښودله چې دښمنانو ته د دغې نشریې چلیدل او د امتیاز د خاوند ژوند د زغم وړ نه ؤ، چې دا په خپله د دې جریدې تأثیر پر مسلمانانو وګړو روښانه کوی.

کیداى شی د ګهیځ د شهادت په بدیل اقدام باندې پرچمیانو او شورویانو ډېر فکر کړى وی، ولې پاى هغوى د ګهیځ په وژلو که له هغه ګهیځ نه انتقام واخیست چې تر هر چا پکې د کمونست او شوروی مخ بدرنګه لیدل کېده.

۱۳۵۱لمریز کال پر شوروی او افغانی کمونستانو باندې دروند کال ؤ، په پوهنتونی ټکرونو کې چې زیات د همدغو ډلو له لوری تنظیم کېدل، په پاى کې د هغوى (کمونستانو) هیبت ختم شو او تر وړاندې یې هم زیاته بدنامی نصیب شوه، ځکه په افغانی ټولنه کې میدان د ګټلو ځاى وی، هغوى په راتلونکو پوهنتونی او ملی انتخاباتو کې خپل وزن تر هرچا کم لیده، ځکه د هغوى اصلی مخونه ملت ته نیم په هغو مظاهرو او ټکرونو کې بربنډ شول او نیم نور تور مخ یې ګهیځ جریدې په هغو مقالو کې چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې یې د شوروی او کمونیزم کرغېړنه څېره معرفی کوله بربنډ شو.

د کمونستانو له خوا په هغو ټکرونو کې چې مولوی حبیب الرحمن شهید پکې زخمی شو او شهید انجنیر حبیب الرحمن محاصره، کېداى شی په هغو پېښو کې هم په یو بلوایی حرکت کې د اسلامی نهضت د مشرانو وژل اصلی هدف ؤ، ولې هغوى په دې اړه په خپل غلط تدبیر کې د نهضت پرستیژ نور هم قوی او اوچت کړ، خو ګهیځ چې په خپل کور کې اوسېده او په خپل کور کې یې هم د پردی فکر خاوندان وو، هغه یې له خپلې مخې هغسې تر هر چا آسانه او وړاندې لرې کړ.

په هر صورت ۱۳۵۱لمریز کال واقعاً یو خطرناک کال ؤ، د همدې کال په لړ کې شوروی د سردار محمد داود د عقده من اقدام لپاره شرایط برابر کړل ترڅو په افغانستان کې د مسلمانۍ او ګاونډیانو سره د روغې جوړې روانې سلسلې ته د پاى ټکى کیږدی.

په افغانستان کې د یوې اوږدې سوله ییزې مرحلې په پاى کې د شهید ګهیځ شهادت اولنۍ او خطرناکه پېښه وه او دې پېښې له یوې خوا وښوده چې شهید ګهیځ په خپل کار کې هومره مؤثر ؤ چې نور نو د دښمنانو د زغم ظرف ډک شوى ؤ، او له بلې خوا یې دا هم ثابته کړه چې ګهیځ یو بې آلایشه او پاک زړى مسلمان شخصیت ؤ چې پاى یې خپل سر د خپل فکر په لار کې د الله لپاره قربان کړ.

داسې چې ګهیځ د اسلام نه د دفاع خبره په مخ کې اچولې وه، داسې ډېر نور هم وو، ولې دا چې په دې تاریخ یوازې هغه په نښه شو دا په خپل ځاى د دې ثبوت دى چې هغه په خپله مسلمانۍ او مبارزه کې یو مخى او پاک زړى مجاهد ؤ.

که څه هم د هغه په کور کې داسې کسان وو چې د ده د آرمان او هڅو په مخالف لور کې روان وو، خو بیا هم هغه له خپل دغه نژدې کورنی ماحول نه هم هومره د عقیدې پر بنیاد جلا شوى او یوازې ؤ چې د هغه په وژلو کې چا د هغه د دوستۍ او خپلولۍ مخه هم ونه کړه.

ګهیځ شهید د «ګهیځ» د ایمان پارونکیو پاڼو قربانی شو، ولې داهسې خوشې جریده نه وه، بلکې د دې جریدې څلور مهم مدیران چې هم سوچه مسلمانان وو او هم غښتلی مبارزین، هر یوه یې پر خپل مهال د شهادت جامونه وڅښل او ګهیځ یوازینۍ جریده وه چې د هغې ټول مسؤول مدیران او د امتیاز خاوندان د اسلام د دښمنانو له خوا په شهادت ورسول شول، او کېداى شی د هر یوه د شهادت خبره د هغه د ژوند په مختصر سرلیک کې وړاندې شی، ولې شهید ګهیځ ۵۰ کاله وړاندې د سنبلې میاشتې په ۱۶ مه نېټه په کال 1351لمریز کې، د الله او هېواد د دښمنانو له خوا په خپل کورکې چې د جمعې مبارکه شپه وه په شهادت ورسېد، ولې په دنیا به یې د یاد ویاړونه تل پاتې وی او په آخرت کې به هم (ان شاء الله) په خپلو دښمنانو همداسې سر لوړى او عزتمن وی لکه نن چې زمونږ په زړونو کې د هغه یاد او کارنامې ژوندۍ او تلپاتې دی.

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.