معماری

انوار الحق مجاهد عفی عنه

ښاغلی او دروند لیکوال ګران ورور دیندار خېل صاحب السلام علیکم و رحمت الله.

الله تعالی مو ښه لره موفق او بریالي اوسئ.

بخښنه غواړم چې د راپېښې ناروغۍ او ټولنیزو بوختیا‌وو له کبله ستاسې د هغې غوښتنې ځواب یو څه وځنډېدو، چې د ارواښاد ګهیځ صاحب [رح] او په هېواد کې د جهاد د بنسټګر مرحوم خالص بابا صاحب تر منځ د همغږۍ او ملګرتیا په تړاو یو څه ولیکم، خو بیا هم لا له ورخه اوبه تېرې نه دي، زه هم ویاړم چې ستاسې سره په دې ستر خدمت کې اګر که په ډېره کمه اندازه هم وي، خو برخمن شم، دا دی یو څو کرښې دراستوم، هیله ده چې ستاسې غوښتنه ځواب شي.

تاسو ته معلومه ده چې د ۱۳۴۰ [لمریز] کال په شاوخوا کې په هېواد کې د کمونیزم او بې دینۍ تحرکات او تبلیغات اوج ته ورسېدل؛ ځکه نو د اسلامي فکر علماوو، مبلغینو او ليکوالانو په خپل وار په مقابله او مبارزه لاس پورې کړ، په دې سلسله کې محترم خالص بابا [رح] د {اسلامي روح}، {دین او دنیوي ګټې وټې}، {اسلام مسلک دی} او په نورو نومونو ژباړنې او لیکنې ترسره کړې او هم یې د ننګرهار په خوګياڼو کې د محدودو همفکره ملګرو په ملتیا د {اسلامي ټولنه} په نامه یوه ټولنه تأسیس کړه او د همدې په تعقیب یې په کابل کې هم همفکره ملګري سره راجمع کړل، ترڅو مبارزې ته عملي شکل ورکړي همدغه وخت ارواښاد شهید منهاج الدین ګهیځ [رح] هم د اسلامي فکر یو فعال مبارز ؤ، دا چې نوموړی د ژورنالیزم او لیکوالۍ مینه وال او با استعداده ځوان ؤ، د اسلامي ټولنې له ملګرو سره په دې توافق ورسېد، چې د دغه حرکت فرهنګي خدمتونه دوی ترسره کړي؛ نو ځکه يې د اسلامي ټولنې د افکارو ترجمانۍ اونيزه جریده د ګهیځ په نامه په ۱۳۴۷ لمریز شااوخوا کال کې پیل کړه، دا جریده په دغه وختونو کې په هېواد کې د اسلامي افکارو د خپراوي یواځینۍ جریده ګڼل کېده؛ ځکه د خیبر اسلامي اخبار هم د دولت له خوا ممنوع شوی ؤ، د {ګهیځ} په جریده کې هغه مهال د دریو لیکوالانو هدفي لیکنې ډېرې مشهورې او دلچسپې وې، چې د مرحوم خالص بابا صاحب لیکنې او اشعار او همدغه راز د ښاغلي عبد الاحد عشرتي چې د (خاټول از چهاردهی) او د بیهقي مسؤول چې د (خدای پرست) په مستعارو نومونو لیکنې به لوستونکو ډېرې خوښولې، ارواښاد ګهيځ به د جریدې د خپراوي تر څنګ د اسلامي فکر مبلغینو ته د ځینو سیمینارونو زمینه سازي هم کوله، چې په دې سلسله کې د کابل پوهنتون سره نږدې د آغا صیب په جومات او په شاه شهید او بیا د کندوز په خان آباد کې سیمینارونه جوړ کړل، چې خالص بابا [رح] د دغه سیمینارونو د مخکښ او سرپرست رول لوبولو، محترم خالص بابا -رحمه الله- د مرحوم ګهيځ صاحب فکري او د مبارزې ملګری ؤ، خو د دې سره سره بیا هم ویلی شو چې خالص بابا [رح] د ګهیځ صاحب -رحمه الله- د ټولو پالیسیو او افکارو سره سل په سله همغږی نه ؤ، يو څه تفاوت یې سره په نظرونو کې ؤ، همدغه مهال د مرحوم ګهیځ صیب په مشوره د یو بل فرهنګي مهم همکار آغای فاروقي بدخشاني  په ملتيا خالص بابا [رح] او څو نفرو نورو ملګرو د مدارسو د پروګرام په هدف ننګرهار ته سفر وکړ، له دغه سفر څخه وروسته هغوی غوښتل چې خپل د سفر جریانات د مرحوم ګهیځ صاحب [رح] سره شریک کړي خو هغوی لا پر لار وو، چې ګهيځ [رح] د دین او وطن د دښمنانو له خوا په خپل کور کې ماښام مهال د خپل تره زوی زمان الدین [رح] سره یو ځای په شهادت ورسول شو. انا لله و انا الیه راجعون  زما معلومات دا دي، چې شهید ګهیځ صاحب [رح] ته له مخکې داسې نښې نښانې معلومې وې، چې ممکن دی ترور شي، خو بیا هم دوی له خپلې مبارزې لاس وانه اخیست او نه یې په کې کوم کمښت او سستي راوسته چې دا د دوی د مېړانې، ثبات، ټینګ عزم او فدايي موقف ښکارندوی دي.

والسلام

یکشنبه/ ۱۰ / میزان / ۱۴۰۱لمریز

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس