انوار الحق مجاهد عفی عنه

ښاغلی او دروند لیکوال ګران ورور دیندار خېل صاحب السلام علیکم و رحمت الله.

الله تعالی مو ښه لره موفق او بریالی اوسئ.

بخښنه غواړم چې د راپېښې ناروغۍ او ټولنیزو بوختیا‌وو له کبله ستاسې د هغې غوښتنې ځواب یو څه وځنډېدو، چې د ارواښاد ګهیځ صاحب [رح] او په هېواد کې د جهاد د بنسټګر مرحوم خالص بابا صاحب تر منځ د همغږۍ او ملګرتیا په تړاو یو څه ولیکم، خو بیا هم لا له ورخه اوبه تېرې نه دی، زه هم ویاړم چې ستاسې سره په دې ستر خدمت کې اګر که په ډېره کمه اندازه هم وی، خو برخمن شم، دا دی یو څو کرښې دراستوم، هیله ده چې ستاسې غوښتنه ځواب شی.

تاسو ته معلومه ده چې د ۱۳۴۰ [لمریز] کال په شاوخوا کې په هېواد کې د کمونیزم او بې دینۍ تحرکات او تبلیغات اوج ته ورسېدل؛ ځکه نو د اسلامی فکر علماوو، مبلغینو او لیکوالانو په خپل وار په مقابله او مبارزه لاس پورې کړ، په دې سلسله کې محترم خالص بابا [رح] د {اسلامی روح}، {دین او دنیوی ګټې وټې}، {اسلام مسلک دی} او په نورو نومونو ژباړنې او لیکنې ترسره کړې او هم یې د ننګرهار په خوګیاڼو کې د محدودو همفکره ملګرو په ملتیا د {اسلامی ټولنه} په نامه یوه ټولنه تأسیس کړه او د همدې په تعقیب یې په کابل کې هم همفکره ملګری سره راجمع کړل، ترڅو مبارزې ته عملی شکل ورکړی همدغه وخت ارواښاد شهید منهاج الدین ګهیځ [رح] هم د اسلامی فکر یو فعال مبارز ؤ، دا چې نوموړی د ژورنالیزم او لیکوالۍ مینه وال او با استعداده ځوان ؤ، د اسلامی ټولنې له ملګرو سره په دې توافق ورسېد، چې د دغه حرکت فرهنګی خدمتونه دوی ترسره کړی؛ نو ځکه یې د اسلامی ټولنې د افکارو ترجمانۍ اونیزه جریده د ګهیځ په نامه په ۱۳۴۷ لمریز شااوخوا کال کې پیل کړه، دا جریده په دغه وختونو کې په هېواد کې د اسلامی افکارو د خپراوی یواځینۍ جریده ګڼل کېده؛ ځکه د خیبر اسلامی اخبار هم د دولت له خوا ممنوع شوی ؤ، د {ګهیځ} په جریده کې هغه مهال د دریو لیکوالانو هدفی لیکنې ډېرې مشهورې او دلچسپې وې، چې د مرحوم خالص بابا صاحب لیکنې او اشعار او همدغه راز د ښاغلی عبد الاحد عشرتی چې د (خاټول از چهاردهی) او د بیهقی مسؤول چې د (خدای پرست) په مستعارو نومونو لیکنې به لوستونکو ډېرې خوښولې، ارواښاد ګهیځ به د جریدې د خپراوی تر څنګ د اسلامی فکر مبلغینو ته د ځینو سیمینارونو زمینه سازی هم کوله، چې په دې سلسله کې د کابل پوهنتون سره نږدې د آغا صیب په جومات او په شاه شهید او بیا د کندوز په خان آباد کې سیمینارونه جوړ کړل، چې خالص بابا [رح] د دغه سیمینارونو د مخکښ او سرپرست رول لوبولو، محترم خالص بابا -رحمه الله- د مرحوم ګهیځ صاحب فکری او د مبارزې ملګری ؤ، خو د دې سره سره بیا هم ویلی شو چې خالص بابا [رح] د ګهیځ صاحب -رحمه الله- د ټولو پالیسیو او افکارو سره سل په سله همغږی نه ؤ، یو څه تفاوت یې سره په نظرونو کې ؤ، همدغه مهال د مرحوم ګهیځ صیب په مشوره د یو بل فرهنګی مهم همکار آغای فاروقی بدخشانی  په ملتیا خالص بابا [رح] او څو نفرو نورو ملګرو د مدارسو د پروګرام په هدف ننګرهار ته سفر وکړ، له دغه سفر څخه وروسته هغوی غوښتل چې خپل د سفر جریانات د مرحوم ګهیځ صاحب [رح] سره شریک کړی خو هغوی لا پر لار وو، چې ګهیځ [رح] د دین او وطن د دښمنانو له خوا په خپل کور کې ماښام مهال د خپل تره زوی زمان الدین [رح] سره یو ځای په شهادت ورسول شو. انا لله و انا الیه راجعون  زما معلومات دا دی، چې شهید ګهیځ صاحب [رح] ته له مخکې داسې نښې نښانې معلومې وې، چې ممکن دی ترور شی، خو بیا هم دوی له خپلې مبارزې لاس وانه اخیست او نه یې په کې کوم کمښت او سستی راوسته چې دا د دوی د مېړانې، ثبات، ټینګ عزم او فدایی موقف ښکارندوی دی.

والسلام

یکشنبه/ ۱۰ / میزان / ۱۴۰۱لمریز

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.