معماری

 محترم مولوي محمد رسول چې په څارنوال نقیب الله مشهور دی، پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل او په وړاندې یې د جهاد او مبارزې یوه مشهوره څېره ده، نوموړي هم د یرغلګرو په وړاندې د وسله وال جها د تر پیل وړاندې د ګهیځ جریدې او شهید منهاج الدین ګهیځ ملګرتیا کړې او په فرهنګي مبارزه کې یې برخه اخیستې. د ګهیځ جریدې او شهید منهاج الدین ګهیځ په اړه د هغه یادداشتونه هم د هغه وخت د تاریخ پر ډېرو تیارو رڼا اچوي چې له هغه څخه یې په مننې دلته خپروو.  «د گهیځ ټولنې اداره»

 

«پیام حق مجله» او د هغې لیکوالان:

د «تنویر افکار» په ریاست کې یوه اداره د «تربیه افکار» په نامه وه، او پدې اداره کې یو شمېر کسانو سپینې سپېنې جامې او اوږده اوږده کوټونه اغوستي وو، د دوی به سپينې سپينې منظمې پګړۍ او د ځينو ښکلې ښکلې قره قولۍ په سر وې او کونډۍ کونډۍ ږیرې؛ زړه وړونکې او سترګې غولونکې قوارې د منورِينو او علما وو په جامه کې د دين د خدمت په نامه په رسمي توګه را غونډ کړی شوي وو.

د دې کسانو په واسطه يوه مجله د «پيام حق» په نامه چاپ او نشرېدله، د «حق پیغام» يو ښکلی نوم ؤ؛ چې د مسلمان ولس د اغفال او غولونې لپاره د دې مجلې لپاره ټاکل شوی ؤ. د مجلی د مضمونونو ډېر عنوانونه د بادشاه او د وخت د حکومتدارانو د اطاعت په باره کې خاص کړی شوي وو، چې په ډېرو معلومو الفاظو د دوی صفتونه او عظمتونه بيانېدل «المتوکل علی الله، والا شأن، ظل الله، الله تعالی دې قايم او دايم لري، خدای -جل جلاله- د مونږ له سر نه، نه کموي، د الله -جل جلاله- او د رسول نه وروسته د بادشاه او د حکومتدارانو اطاعت پر ملت واجب دی» او داسې نور نور صفتونه او لقبونه یې ورته استعمالول چې نه به اسلامي شريعت منل او نه به یې د ده سره مناسبت لاره.

د مجلې کوم کوم مخونه يا پاڼې به چې خالي پاتې وې د هغوی لپاره به يې هم داسې عنوانونه چې د مطبوعاتو له پالیسۍ سره په ټکر کې نه وي؛ لکه: (د صبر، حوصلې، صدقې، خيراتونو او نورو مواردو فضايل) غوره کول، په دې عنوانونو کې بیا د «پيام حق» د ليکوالانو قلم آزاد ؤ.

د قرآنکريم ګڼ آيتونه او نبوي حديثونه او د صحابه وو -رضی الله عنهم- د ايثار نمونې او د پخوانيو پوهانو او مذاهبو کړه وړه د کتابونو او سيرت څخه راټوليدل، د ثوابونو او اجرونو په باره کې په ذوق او شوق سره ليکل کېدل، د مضمون په اول او آخر کې به یې خپل نوم او تخلص ښه روښانه ليکلی ؤ او مطبعې به هم له کوم نه او نو نه پرته، په ډېره علاقه او په مناسب وخت چاپول او د حق پيغام په همدې محدودو عنوانو کې خلاصه شوی ؤ.

د «پیام حق» مجلې په لیکوالانو کې د ټینګ عزم او کلکې ارادې او د ښه احساس لرونکي شخصيتونه او ليکوالان هم وو، خو د حکومت له پاليسۍ نه اخوا یې يو ملي متر هم قلم نه شوی ښورولی؛ د هغو له ډلې د نمونې په توګه مولوي صاحب محمديونس خالص ؤ. خالص صاحب يو څه موده د «پيام حق» د مجلې مسؤول مدير هم تېر شوی ؤ، د ده د مسؤوليت په دوران کې کوم مضمون د حکومت له پاليسۍ نه خلاف په مجله کې نشر شوی ؤ، ځکه نو مولوي صاحب خالص د مخالفت په جرم تهديد او د جريدې له مديریت نه برطرف او جبري تقاعد شو، چې د ډېرو هلو ځلو نه وروسته يې د «موسی شفيق» د قدرت په دوران کې خپل تقاعد غير قانوني اثبات کړ.  وروسته د کابل په عربي دارالعلوم کې د درسي استاد په حيث مقرر شو او په خپلو ورسپارل شويو مضمونونو ښه مسلط استاد ؤ یعنې ليکوال يې خاص شاګرد ؤ.

 

د منهاج الدین ګهیځ مطبوعاتي هڅه:

منهاج الدين ګهيځ په داسې ترینګلو او تياره حالاتو کې د مطبوعاتو په آسمان کې را وځليد چې چپي نشراتو د افغانستان فضاء په خپلو کثیفو افکارو ډکه کړې وه، شهید منهاج الدین ګهیځ د «ګهيځ» په نامه په خپل امتياز آزاده او غير وابسته جریده د مطبوعاتي مبارزې ميدان ته را وړاندې کړه، ښه به دا وي چې منهاج الدين ګهیځ او جریده يې د نورو ليکوالانو او څېړونکو د ليکنو له لارې، ښه وپېژنو. حکمتيار صاحب د اسلامي نهضت په نامه کتاب کې لیکلي:

«گهيځ يوه مستقله اونيزه وه، اسلامي تمايلات یې لرل، شهید منهاج الدين ګهيځ یې مؤسس او د امتياز خاوند ؤ د ۱۳۴۷ لمریز کال د ميزان په مياشت کې د مطبوعاتو ډګر ته راووتله؛ کمونیستانو هغه جدي ګواښ ګڼلو، يواځې په خپل همت سره یې خپروله، نه يې کوم سياسي حزب درلود او نه يې مبارز ملګري، هغه ډېرې هڅې کړې وې خو د نظم پر جوړولو نه و موفق شوی، هغه به ويل له چانه چې توقع کيدای شي هغوی دې ته آماده نه وو. ملا صاحبان له وضعيت نه بې خبره او د سیاسي مبارزې توان او جرأت نلري او ځوانان د کمونیستانو په لمن کې لويدلي دي. ګهيځ تنها يوه غير دولتي جريده وه چې د اسلام او مسلمانانو نه يې دفاع کوله، د کمونیستانو او د اتحاد شوروي د استعماري سياست په ضد باندې يې فعاليت کاوه. ګهيځ په ډېر حساس وخت کې خپل کار پيل کړی ؤ، اعتبار یې ورځ په ور ځ زياتيدو په ځينې حلقو کې يې خواخوږي او لوستونکي زياتېدل، د دې جریدې اعتبار هلته خپل اوج ته ورسېدو چې د مسلمانو ځوانانو له جريان نه يې په ډاګه او جدي توګه ملاتړ پيل کړ، په همدی خاطر شهيد منهاج الدين ګهيځ په ۱۳۵۱ل کال په ګذرګاه کې په خپل کور کې په شهادت ورسېد د شهيد منهاج الدین په شهادت سره د ګهيځ نشريه متوقفه شوه» د ګهيځ جریدې د توقف په باره کې د حکمتيار صيب معلومات څه ناڅه نيمګړي ښکاري، حال دا دی چې کله منهاج الدين ګهيځ د حکومتي استخباراتو په مرسته د روسي ګوډاګيانو په لاس په شهادت ورسېد نو د مسلمانو ځوانانو په وړانديز مولوي عبدالرب احدي دې درانده کار ته ملا وتړله، د جريدې امتياز يې په غاړه واخيست او مسؤول مدير یې محمدعارف پيماني وټاکه.

د ګهيځ جریده د داود تر منحوسې کودتا پورې ښه په آب تاب د ځوانانو په قلمي مرسته روانه وه، علاقمندان يې ورځ په ورځ زياتيدل، د داود کودتا په اولو ورځو کې د «ګهیځ» دفتر د کمونیستانو له خوا وتړل شو، د دفتر سامانونه او نشرات یې د داوديانو له طرفه تالا شول.

ابوذر پيرزاده غزنوي په خپل ليکلي کتاب «نهضت اسلامي افغانستان» په ۸۸ مخ کې ليکي: (نشریه سياسی، انقلابی و اسلامی (ګهيځ) به صاحب امتيازی و مديريت مسؤولی عالم معروف کشور مرحوم منهاج الدين ګهيځ در ۲۱ ميزان سال ۱۳۴۷هـ ش به نشرات آغاز نمود، اين جريده به صورت هفتګی در چهار تا شش صفحه و تيراژ هزار تا دو هزار نسخه به زبان های پشتو و فارسی(دری) در شهر کابل منتشر و علاوه بر پايتخت در ولايات کشور نيز توزیع می ګردید. مديریت مسؤولی اين نشريه را بعد از شهادت مرحو م منهاج الدين ګهيځ، مولوی عبدالرب احدی وردګ و عبدالسلیم فرقانی بر عهده داشتند.)

واقعیت دا دی چې لکه پورته چې ذکر شول د منهاج الدین ګهیځ تر شهادت نه وروسته د ګهيځ جریدې امتياز د مسلمانو ځوانانو په وړانديز شهيد مولوي صاحب عبدالرب احدي وردګ په غاړه واخیست، مسؤول مدير يې محمدعارف پيماني وټاکه، عبدالسلیم فرقاني د منهاج الدين ګهیځ په ژوند کې د جريدې د مسؤول مديريت افتخار ګټلی ؤ. د منهاج الدين ګهيځ دفتر په لومړي سر کې د کابل ښار د پل باغ عمومي په ساحه کې، پشتني تجارتي بانک ته مخامخ قبلې طرف ته د «غازي هوټل» د یوه اپارتمان په بر منزل کې، د عربي دارالعلوم شرقي طرف ته واقع ؤ.

جريده به چې کله له چاپ څخه راووتله څو شمارې به یې دارالعلوم ته رالېږلې، د دارالعلوم استادانو او شاګردانو به ډېر په شوق او ذوق جریده مطالعه کوله. د دارالعلوم شاګردان به په فارغ وخت کې په ډېره علاقه او اخلاص د «ګهیځ» دفتر ته ورتلل، د نشریې په باره کې به یې له هغه نه پوښتنې کولې، يوه ورځ زه (ليکوال) هم د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره ورغلم، څه پوښتنې می ترېنه کولې، ده په ډېره مأيوسانه لهجه په ځواب کې راته وويل: «زه له ډېره وخته پدې انتظار وم چې په منورينو، علماوو او روحانیونو کې به داسې څوک پيداشي چې اوسنۍ وضعه وڅېړي، د اسلام او مسلمانانو له مقدساتو نه دفاع وکړي، د حکومتدارانو ظلمونه او د اسلام نه وتل او د داخلي او خارجي کمونیستانو شوم اهداف او فجایع د ولس انظارو ته وړاندې کړي؛ څوک ميدان ته راونه وتل زما اقتصاد هم ښه نه ؤ او ملګري می هم نه لرل خو د ځان سره می دا وويل که يو څوک لوڅ سړی ټول نشي پټولی تنها واسکټ خو دې ورواغوندي، نو د الله -جل جلاله- په مرسته مې دا نيمګړی کار پيل کړ، ملګري تاسو يئ او نور کارونه به هم الله -جل جلاله- برابروي.»

 

د ګهیځ مرستندوی ملګري:

منهاج الدين ګهيځ په خپله جريده کې د وخت د حالاتو او د ولس د ذوق او زړه د غوښتنې سره سم د خوف او هراس نه پرته مضامين خپرول، د اسلامي عقيدې فکر او شرعي امورو او مقدساتو نه یی دفاع کوله، د کمونیستانو فجایع او ناوړه اغراض یې په افغانستان کې په واضحو الفاظو بيانول، په کم وخت کې یی ډېر خواخوږي او مؤیدين پیدا کړل، پوه پوه لیکوالان ملګري یې څنک ته ودرېدل چا په پټه چا په ښکاره قلمي او مالي مرسته ورسره کوله.

پدې خاطر چې موضوع لږ روښانه او اوږده نشي د ګهیځ صاحب یو څو مرستندويه ملګري په لنډه توګه علاقه لرونکو ته په دې لنډه لیکنه کې وروپېژنم د هغو جملې نه قاضي هدايت صاحب چې په مرستيال صاحب مشهور ؤ په ټولنه او د وخت په حکومت کې یې ښه نوم او شخصيت درلود، د نورو لوړو خدمتونو په څنگ یې د مصر د نامتو او مشهور عالم «عبدالقادر عوده» له خوا لیکل شوی د جزا قانون له عربي نه پښتو ته ژباړلی ؤ چې افغاني قاضيانو فیصلې او مفتيانو فتواګانې د همدې کتاب په استناد ورکولې. مولوي صاحب محمد يونس خالص پوه عالم، د قرآنکريم حافظ، شاعر، لیکوال، د عربي دارالعلوم استاد، يوه دوره د «پيام حق» مجلې مسؤول مدير او لوړ شخصيت ؤ چې کله مو په هېواد کې، د شوروي مزدورانو (کمونیستانو) کودتاه وکړه او د مسلمانانو وهل ټکول او جيل خانو ته يې ټيل وهل، شهيدانول پیل کړل او مسلمانان یې ژوندي په خاورو کې ښخول وو، نو خالص صاحب ګاونډي ملک پاکستان ته هجرت وکړ او د مسلمانو ځوانانو د ځای ناستو سره يو ځای شو.

هغوی د ده د عالي شخصيت په احترام په رهبري شورا کې چې د اجرائيه کمېټې په نامه يادیده د غړي په صفت ومنلو؛ خو وروسته بیا د ځينې سياسي اختلافاتو له امله د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی له ډلې نه جدا شو.

د مولوي جلال الدين حقاني، مولوي جميل الرحمن، حاجي دين محمد او مطيع الله په ملګرتیا یې يوه بېله جهادي ډله د اسلامي حزب په نامه جوړه کړه چې په عامو خلکو کې د خالص د حزب اسلامي په نامه مشهوره شوه.

مرحوم مولوي صاحب تر هغه وخته له نورو مجاهدینو سره یو ځای د کمونیستانو په مقابل کې یې په کلکه جهاد ته دوام ورکړ چې داخلي کمونیستان مات شول او د شوروي اتحاد تر ماتې او د کمونيزم د فلسفې تر محوه کِیدو او د جهاد تر کاميابۍ پورې یې له نورو مجاهدينو سره په ګډه جهاد ته دوام ورکړ.

د ګهيځ بل ملګری استاد عبدالاحد عشرتي مشهور ليکوال ؤ چې په قلمي مرستې يې د ګهيځ جريده اوج ته پورته کړې وه. نوموړی د غزني ولايت د قلعه عشرت اوسېدونکی ؤ، بل ملګری یې سيداحمد ترجمان او غفوري صاحب وو.

همدارنګه مولوي عبدالسليم فرقاني د وردګو ولايت، چغتو ولسوالۍ د دهنې د کلي اوسيدونکی ؤ چې د شهيد ګهيځ په ژوند کې د جريدې مسؤول مدير پاتې شوی، د نوموړي د مدیريت په دوره کې جريده د مطبوعاتو په تیاره آسمان کې د رعد او برق په شان وځليده. مسلمانو ځوانانو هم د تأييد او خوشبینۍ په فضا کې اخلاقي او قلمي مرسته ورسره کوله چې د ځوانانو مضامينو د جريدې اسلامي او معنوي بڼه نوره هم پیاوړې کړې وه، پدې توګه شهيد ګهيځ په ملک کې د مطبوعاتي مبارزې يو نوی باب پرانستی ؤ.

مسلمانو ځوانانو په خپله ځانګړې نشریه نه لرله چې خپل فعاليتونه او اهداف يې په پوهنتونونو، مکتبونو، مدرسو او علمي مؤسسو کې د دعوت محافلو او مظاهرو د لارې او په عام ولس کې د جوماتونو او علمي کنفرانسونو او مجالسو له لارې کار او فعاليت کاوه.

مسلمانو ځوانانو کمونیستانو او فاسدو حکومتدارانو سره له همدې لارې مبارزه او مقابله کوله، کمونیستانو ته يې په پوهنتون او علمي مراکزو کې د استدلال او منطق په ذريعه ماتې ورکړې وه. د ضرورت په وخت کې به یې د ګهيځ جريدې ته په فرعي (مستعارو) نومونو مضمونونه ورکول.

ځوانانو به د خپلو مضمونونو په ترڅ کې پر اسلامي مفاهيمو بر سيره د وخت د حکومتونو بې عدالتي او بې کفايتي نور نور مفاسد او د کمونيزم شوم اهداف په خاصه توګه د داخلي کمونیستانو فجایع او اغراض د ولس د خبرتيا لپاره په واضحو الفاظو بيانول. د وخت مطبوعاتو دا نشوی منلی چې منهاج الدين ګهيځ به هر وخت د ځوانانو د مضمونونو په تړاو د دولت تر تهديد لاندې ؤ؛ جريده به یې هم مصادره کيده خو ګهيځ به سره لدې تکليفونو، مشکلاتو بیا هم د ځوانانو مضمونونه نشرول.

په یاد مې دي چې یو ځل انجنیر حبیب الرحمن شهید یوه لیکنه ګهیځ جریدې ته کړې وه، که څه هم انجنیر حبيب الرحمن هغه لیکنه د پل تخنيک د یوه بل محصل په نامه ګهیځ جریدې ته ولېږله او د ګهيځ جريدې هغه لیکنه نشر کړه خو حکومت هغه شماره د هماغه مضمون په سر مصادره کړه او د چا په نامه چې مضمون نشر شوی ؤ، هغه د مطبوعاتو د څار ادارې له خوا جلب تهديد او تر تحقیق لاندې راغی.

نوموړی محصل هم ډېر وارخطا ؤ، له انجنیر حبيب الرحمن سره یې جنجال کولو چې ستا په مضمون تهديد شوم او تر تحقيق لاندې راغلم خو انجنير حبيب الرحمن شهید به هغه ته تسلي ورکوله او په خندا به یې ورته ويل: «موضوع آنقدر مهم نیست از پل تخنيک خارج نميشی، بايد در برابر يک ديګر اين قدر تکليف را قبول کنيم.» همدارنګه ما (د دې کرښو ليکوال) په خپله د حکمتيار صاحب لیکلی مضمون د ګهيځ جریدې دفتر ته وروړی چې په فرعي نامه نشر شوی دی.

 

مولوي عبـدالـرب احدي او د ګهـیځ جریدې امتیـاز:

کله چې د ګهيځ د جريدې د امتياز خاوند منهاج الدين ګهيځ د ظاهر شاه د صدراعظم دکتور ظاهر د صدارت په دوره کې د استخباراتو په مرسته د چهاردهي ولسوالۍ په څو مترۍ کې او د خپل کور په دروازه کې د روس د ګوډاګيانو له خوا په شهادت ورسېد د ګهيځ اسلامي جريده بې سرپرسته پاتې شوه.

د مطبوعاتو د قانون له مخې د جريدې امتياز د شهید ګهيځ ورثه وو ته د ميراث په ډول انتقاليده خو د ګهيځ په وارثینو کې داسې څوک نه وو چې دغه انقلابي جریده بیا فعاله کړي او د ده عقیده، فکر او اسلامي اهداف تمثيل کړای شي.

د ګهیځ په ملګرو کې څوک د جريدې درانه مسؤوليت منلو ته حاضر نه شول، په دې وخت کې د مسلمانو ځوانانو تحريک د رشد او پرمختګ په حال کې ؤ، په پوهنتونونو مکتبونو، مدرسو او علمي مراکزو او عام ولس کې په چټکۍ سره پر مخ روان ؤ، ځانګړې نشريه يې نه لرله د دوی مضمونونه مطبوعاتو په جرایدو کې نه پرېښودل په داسی حال کې چې د چپيانو ډېموکراتانو او په نامه مسلمانانو په لس هاوو جريدې او مجلې د ملک په سطحه فعالې وې او د ولس د ټولو ارزښتونو په خلاف يې نشرات روان وو.

خلق، پرچم، شعله جاويد، افغان ملت، افغان ولس، ملت، مساوات، کاروان، ترجمان، پيام وجدان، صدای عوام او د قلعه جواد د حضرت صاحب له خوا په اسلامی بڼه ميانه روه جريده [خدام الفرقان] په آزاده بڼه نشرېدلې.

ځوانان لدې امله په ډېر تشويش کې وو چې که د ګهيځ اسلامي جريده هم د کمونیستانو په لاس کې ولوېږي، د اسلام په ضد به ډېر کار ترېنه واخلي، ځکه نو مسلمانو ځوانانو غوښتل چې د ګهيځ جریده د پخوا په څېر په غير مستقيم ډول تر خپلې ولکې لاندې راولي. د دغه درانده مسؤوليت منلو ته په مسلمانانو کې څوک نه حاضريدل؛ بالآخره د ځوانانو په وړانديز مولوي صاحب عبدالرب احدي دې درانه مسؤوليت ته اوږه ورکړه، د ځوانانو په تدبيرونو او ډېرو هلو ځلو د ګهيځ ورثه وو د جريدې مسؤوليت او امتياز احدي صاحب ته رسماً ور وسپاره.

ځوانان لدې اړخه ډاډه شول او د مولوي صاحب احدي سره يې د هر ډول اخلاقي او قلمي همکارۍ ژمنه وکړه.

 

عارف پیماني څوک ؤ؟

مولوي صاحب عبدالرب احدي وردګ په خپله خوښه محمد عارف پيماني د مسؤول مدير په حيث مطبوعاتو ته وروپېژانده، پيماني د وردګو د ولايت جغتو د ولسوالۍ د ملا حافظ د کلي اوسېدونکی په يوه درنه علمي کورنۍ کې زېږدلی ؤ، لومړنۍ زده کړې يې د خپل والد او د کلي له ملا صاحب نه پيل کړې وې، کله چې د کلي کور نه د وتلو جوګه شو، مسافرۍ ته يې ملا وتړله.

يو څه ديني کتابونه یې چې ولوستل د کانکور د امتحان د لارې د کابل عربي دارالعلوم پنځم صنف ته شامل شو، سپين پوستی ښايسته ځوان ؤ؛ د خپل ټولګي ممتاز اخلاقي شاګرد ؤ د اسلامي دعوت او مبارزې سره يې زياته علاقه درلوده، د مسلمانو ځوانانو سره يې په محافلو، مجالسو، کنفرانسونو، اعتصابونو، او مظاهرو کې فعاله ونډه اخيسته د مولوی صاحب احدي د امتياز او د پيماني صاحب د مسؤوليت په دوره کې د ځوانانو په قلمي مرسته جریده ښه په مخ روانه وه.

ګهیځ جریدې سره زما همکاري:

احدي صاحب د قلمي همکارۍ نه علاوه د دفتري چارو د تنظيم او ترتيب لپاره د ځوانانو نه د مرستې غوښتنه وکړله؛ مولوي صاحب حبيب الرحمن په دې باره کې ما سره مشوره وکړه راته وې ويل د احدي صاحب سره د ګهيځ د جريدې دفتر په کارونو کې مرسته وکړه ما په ځواب کې ورته وويل: د ګهيځ هدف او مرام او مراجع د اکمال ښه معلوم نه وو؛ زه نه غواړم له مسلمانو ځوانانو پرته بل جريان ته منسوب شم ده راته وويل: «اوس خو د ګهيځ جريده په غير مستقيم ډول زمونږ تر ولکې لاندې ده؛ مولوي صاحب احدي خو زمونږ او ستاسې په هلو ځلو دې درانده کار ته ملا وتړله، مولوي صاحب ستاسو استاد دی مخکې ورسره بلد يې، پيماني صاحب دې مخکینی ملګری دی، د مولوي صاحب احدي د اطمینان د ساتنې لپاره تاسو مناسب ياست.»  پدې توګه د شهید مولوي صاحب حبيب الرحمن په مشوره زه يو څه وخت د ګهیځ جریدې د دفتر د تنظيم او ترتيب لپاره ورتلم، د دفتر کارونه منظم په مخ روان وو کله کله به د جريدې د تصحيح لپاره مطبعې ته هم ورتلم، د جريدې د نمايندګانو په مجلسونو کې مې هم اشتراک کولو، يو ځل د ګهیځ جریدې او د دولتي جرايدو او مجلو د نمايندګانو مجلس ته د ګهيځ د جريدې په نماينده ګۍ لاړم، پدې مجلس کې د روس د سفارت نماينده هم برخه اخيستی وه، ما مجلس ته تر ورتلو وړاندې له مولوي صاحب حبيب الرحمن او محمد جان احمدزي سره د مجلس په باره کې مشوره کړې وه، په ګډه مو څه نوټ د سوالونو د سفارت نماینده ته ترتيب کړی ؤ، کله چې زه د ګهيځ د جريدې د نماينده په حيث مجلس ته ور معرفی شوم د روس سفارت د نماينده په شا کې يو بل کس د مشاور غوندې ولاړ ؤ، نماينده ته یې مخ ور واړو، دواړه په خپل منځ کې څه سره وپسيدل، دواړه زما طرف ته ډېر متوجه شول او زما خبرې يي په دقت څېړلې.

کله به چې ما کومه پوښتنه مطرح کړه د سفارت نماينده به د مشاور طرف ته وکتل، هغه به په غوږ کې څه ورته وويل بيا به يې ما ته ګوډ مات ځواب راکړ؛ له ورایه داسې معلومېده چې ځوابونه یې ټول دروغ وو او نماينده د يو ځواب اختيار هم نه درلود، مشاور به ځواب په غوږ کې ورته ویلو، بيا به ده ما ته د ترجمان په واسطه ځواب راکولو؛ دلته راته معلومه شوه چې کمونیستان له اسلام نه څومره په وېره کې دي او د يوې اسلامي جريدې د نماينده خبرو ته څومره متوجه دي پداسې حال کې چې د نورو جرایدو له استازو سره يي عادي خبرې کوي خو زمونږ د هرې خبرې په اړه یې یو ځل مشوره کوله.

یو بل ځل د ګهيځ د ملګرو مجلس ته لاړم، پدې مجلس کې د افغانستان د خارجه وزارت یو کس هم اشتراک درلود، د مجلس ګډون والو مدیر صاحب ورته ویل، پوه سړی ؤ، هغه له خبرو نه پوه شو چې زه د ځوانانو سره اړیکې لرم، د ځوانانو په اړه يي زما نه څه پوښتنې کولې، ما څه مناسب ځوابونه ورته ورکړل.

بیا ما ورنه پوښتنه وکړه چې د مسلمانو ځوانانو په هکله څه نظر لرې؟ ده په ځواب کې راته وویل: «له مسلمانو ځوانانو سره ټول ولس حتی حکومتی مامورين هم د زړه علاقه لري، خو لکه د اور لمبه داسې روان دي، څوک ورنږدې کيدای نشی او بیا یې زياته کړه: شين بيرغ چې له پوهنتون نه راوزي قصر سفید او کرملین دواړه په لړزه کې وي.»

مولوي عبدالرب احدي وردګ تر دې مخکې د ځوانانو د تحريک سره د خوښۍ او تأيید په حالت کې ؤ که څه هم عضويت يې نه ؤ قبول کړی، عبدالرحيم نيازی د ځوانانو د نظم مؤسس په ابوحنيفه کې د مولوي صاحب احدي شاګرد ؤ، د هغه لياقت، استعداد او پاک احساس او مبارزه له ډېر وخت نه ښه ورته معلومه وه، کله چې دی په پوهنتون کې د تنظيم په جوړولو موفق شو د مولوي صاحب احدي راشه درشه د جريدې له لارې نوره هم ورسره زياته شوه، د دوی اخلاص او همکاري یې په عملي توګه ولیده، د کړو وړو نه يي ډاډه شو د تنظيم عضويت يي قبول کړ او انجنير صاحب نصرتيار را باندې زيری وکړ چې مولوي صاحب احدي د ځوانانو عضویت قبول کړ.

 

د مولوي عبدالرب احدي نیول کېدل:

د داود خان د قدرت په وخت کې مولوي صاحب د کمونیستانو تر نظر لاندې ؤ، خو عملي اقدام يي نشو کولای، د ولس له عکس العمل نه په وېره کې ؤ او موقع ته يې کتل، کله چې کمونیستانو د روسانو په خوښه او د سفارت په مستقيمه همکارۍ د «نور محمد تره کي» په مشرۍ د کودتا لارې قدرت ترلاسه کړ، مولوي صاحب بيا هم آرامه نه ؤ ناست، د کمونیستانو په خلاف يی مبارزه نوره توده کړه د خیرخانې مېنې د کويټيانو په جومات کې يی جذابې خطابې ورکولې او په مدرسه کې یې د حالاتو سره سم شاګردانو ته لارښودنه کوله.

زه پدې باندې پوهېدم چې مولوي صاحب د کمونیستانو له خوا نيول کېږي، يو ځل جومات ته ورغلم د هجرت وړانديز مې ورته وکړ، ورته و مې ويل چې د هجرت لاره به زه درته مساعده کړم تاسو او پيلوټ صاحب دواړه هجرت وکوئ؛ ده راته ویل فلاني ملا را ته ويل: ملک چا ته پرېږدئ؟ زه او پيلوټ دواړه آماده وو خو پدې خبره بېرته له خپل عزم څخه راوګرځېدو.

کمونیستانو مولوي صاحب احدي مخکې له مخکې په نښه کړی ؤ، موقع ته يې کتل اوس نو قدرت هم په لاس ورغلی ؤ، د مولوي صاحب د نيولو لپاره يې اقدام وکړ، د خیر خانې د کويټيانو جومات ته ورننوتل، د والي فروتن کور د کويټیانو جومات ته مخامخ په کمه فاصله کې واقع ؤ، د ده د کور د زنانه وو د سترګو لیدلی حال دا دی چې په رڼا ورځ کمونیستان جومات ته ور داخل شول.

مولوي صاحب يې په ډېر وحشيانه او فجیع ډول په ټيله ټيله له شانه په وهلو او ټکولو کشولو په ډېر سپک او غير انساني وضعیت، له جومات نه را وویست، له پښو او لاسونو یې نيولی د پوليسو تور موټر ته يی وروغورځولو، په موټر کې يی تر لغتو او د ټوپکو او کونداغونو او برجو لاندې واچاوه خدای -جل جلاله- خبر چې تر بندي خانې پورې به ژوندی رسېدلی وي او که به د لارې په اږدو کې شهيد شوی وي خو تر بیولو وروسته یې بیا هېڅ کله خپلو خپلوانو مړی او ژوندی ونه ليد.

 

د شهید مولوي عبدالرب احدي کورنۍ:

د مرحوم عبدالرب احدي وردګ څخه يوه تور سرې بي بي، یو مریض غوندې زوی چې عصبي تکلیف یې درلود او يوه معصومه لور چې د هجران په لمبو کې یې د سوزېدو په حالت کې شپې سبا او ورځې بيګا کولې، کمونیستانو په دې هم بسنه ونه کړه، د مولوي صاحب وراره پيلوټ عبدالحق یې چې د هرات د هوایي ډګر د تحرکاتو آمر مسلمان او په مسلک کې ډېر رسېدلی په وطن مين سړی ؤ، هغه یې هم په ډېر فجيع حالت له هرات نه راوستلو خو بیا يې چا مړی او ژوندی ونه ليدل.

وحشي کمونیستانو پدې هم اکتفا ونه کړه، د فضل الهی په نامه د پیلوټ یو ځوان زوی یې چې د کابل پوهنتون محصل ؤ او د مولوي صاحب احدي بل وراره او تنکی ځوان د منیر اخندزاده زوی نصیراحمد یې د وطن سره د وفادارۍ په جرم په ډېره ظالمانه توګه ونيول او بیا يې چا نه ژوندی او نه مړی وليد.

الله تعالی دې د مجاهدينو جهاد او د شهيدانو شهادتونه قبول کړي او کمی دې یې ور وبښي، د کونډو رنډو، یتیمانو واویلاوې د الله -جل جلاله- په دربار کې قبولې شوې الله تعالی داود د کمونیزم بنيان ګذار د خپلو روزل شویو له خوا د کورنۍ سره په ګولیو غلبیل غلبیل او په خپلو وينو کې ولمبول شو.

 

د عارف پیماني کورنۍ ته لنډه کتنه:

محمدعارف پیماني د اسلام او وطن ته د وفادارۍ په جرم د کمونیستانو له طرفه په ډېره ظالمانه توګه ونیول شو، يوه ځوانه کونډه او یوه وړوکې معصومه لورکۍ يې بې سرپرسته ترېنه پاتې شوې، پدې هم د حیوان صفته زړونه یخ نه شول، تنکی ځوان ورور يې د دارالعلوم شاګرد غازي په نامه هم ونیول شو، نور نارینه اولاد ترېنه پاتې نه شو او د وطن په اصطلاح دواړه میراث شول.

مال او ملک او د کور سامان یې بې رحمه خپلو خپلوانو منځ کې سره ووېشل کونډې او يتيمې ته یې هېڅ پرېنښودل د کونډې او یتیمې ژوند د پردیو مرستې ته په تمه د محرومیت په فضا کې تېرېږي. د پیماني خسر د محمد حميد اخندزاده په نامه د چک د مُدُو د کلي اوسېدونکی شاعر لیکوال د مکتب استاد د اسلام په تور ونیول شو چې بیا يې مړی او ژوندی ونه ليده؛ يوه کونډه بي بي او یوه معصومه لور او وړوکی زوی ترېنه پاتې شول.

 

د ګهیځ او مولوي احدي ځای ولې ډک نه کړای شو؟

علماء منورین روحانیون د سرونو د شمېر په اعتبار په ملک کې ډېر زیات وو خو هېچا د ګهیځ او مولوي عبدالرب احدي وردګ ځای ډک نکړای شو، هغوی د اسلامي مقدساتو او د ملک او ولس د آبرو او عزت نه ځانونه قربان کړل خو ځای یې خالي پاتې شو، په خاصه توګه د شرعیاتو د پوهنځي استادان چې په دین پوه او علمي شخصیتونه وو او په دیني علومو کې یې لوړ لوړ تحصیلات کړی وو د دین په نامه یې لوړې لوړې رتبې عنوانونه ترلاسه کړي وو پوهاندان، پورفیسوران وو د بېروني ملکونو حالات او پرمختګونه هم ورته معلوم وو خو په دې برخه کې لږ کمزوري وو دا چې ولې دوی دې کار کې نسبت ګهیځ او مولوي احدي ته پاتې راغلل په دې نو یو الله خبر دی، مګر د دین او وطن مینه څه لېوني عاشقان غواړي چې دا جنوني عشق یوازې او یوازې ګهیځ او احدي صیب سره وو، الله دې په دواړو دین پالو او وطن پالو خپل رحمتونه نازل کړي او فردوس جنت دې ځای شي. اللهم آمین

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس