محترم مولوی محمد رسول چې په څارنوال نقیب الله مشهور دی، پر افغانستان د پخوانی شوروی د یرغل او په وړاندې یې د جهاد او مبارزې یوه مشهوره څېره ده، نوموړی هم د یرغلګرو په وړاندې د وسله وال جها د تر پیل وړاندې د ګهیځ جریدې او شهید منهاج الدین ګهیځ ملګرتیا کړې او په فرهنګی مبارزه کې یې برخه اخیستې. د ګهیځ جریدې او شهید منهاج الدین ګهیځ په اړه د هغه یادداشتونه هم د هغه وخت د تاریخ پر ډېرو تیارو رڼا اچوی چې له هغه څخه یې په مننې دلته خپروو. «د گهیځ ټولنې اداره»
«پیام حق مجله» او د هغې لیکوالان:
د «تنویر افکار» په ریاست کې یوه اداره د «تربیه افکار» په نامه وه، او پدې اداره کې یو شمېر کسانو سپینې سپېنې جامې او اوږده اوږده کوټونه اغوستی وو، د دوی به سپینې سپینې منظمې پګړۍ او د ځینو ښکلې ښکلې قره قولۍ په سر وې او کونډۍ کونډۍ ږیرې؛ زړه وړونکې او سترګې غولونکې قوارې د منورِینو او علما وو په جامه کې د دین د خدمت په نامه په رسمی توګه را غونډ کړی شوی وو.
د دې کسانو په واسطه یوه مجله د «پیام حق» په نامه چاپ او نشرېدله، د «حق پیغام» یو ښکلی نوم ؤ؛ چې د مسلمان ولس د اغفال او غولونې لپاره د دې مجلې لپاره ټاکل شوی ؤ. د مجلی د مضمونونو ډېر عنوانونه د بادشاه او د وخت د حکومتدارانو د اطاعت په باره کې خاص کړی شوی وو، چې په ډېرو معلومو الفاظو د دوی صفتونه او عظمتونه بیانېدل «المتوکل علی الله، والا شأن، ظل الله، الله تعالی دې قایم او دایم لری، خدای -جل جلاله- د مونږ له سر نه، نه کموی، د الله -جل جلاله- او د رسول نه وروسته د بادشاه او د حکومتدارانو اطاعت پر ملت واجب دی» او داسې نور نور صفتونه او لقبونه یې ورته استعمالول چې نه به اسلامی شریعت منل او نه به یې د ده سره مناسبت لاره.
د مجلې کوم کوم مخونه یا پاڼې به چې خالی پاتې وې د هغوی لپاره به یې هم داسې عنوانونه چې د مطبوعاتو له پالیسۍ سره په ټکر کې نه وی؛ لکه: (د صبر، حوصلې، صدقې، خیراتونو او نورو مواردو فضایل) غوره کول، په دې عنوانونو کې بیا د «پیام حق» د لیکوالانو قلم آزاد ؤ.
د قرآنکریم ګڼ آیتونه او نبوی حدیثونه او د صحابه وو -رضی الله عنهم- د ایثار نمونې او د پخوانیو پوهانو او مذاهبو کړه وړه د کتابونو او سیرت څخه راټولیدل، د ثوابونو او اجرونو په باره کې په ذوق او شوق سره لیکل کېدل، د مضمون په اول او آخر کې به یې خپل نوم او تخلص ښه روښانه لیکلی ؤ او مطبعې به هم له کوم نه او نو نه پرته، په ډېره علاقه او په مناسب وخت چاپول او د حق پیغام په همدې محدودو عنوانو کې خلاصه شوی ؤ.
د «پیام حق» مجلې په لیکوالانو کې د ټینګ عزم او کلکې ارادې او د ښه احساس لرونکی شخصیتونه او لیکوالان هم وو، خو د حکومت له پالیسۍ نه اخوا یې یو ملی متر هم قلم نه شوی ښورولی؛ د هغو له ډلې د نمونې په توګه مولوی صاحب محمدیونس خالص ؤ. خالص صاحب یو څه موده د «پیام حق» د مجلې مسؤول مدیر هم تېر شوی ؤ، د ده د مسؤولیت په دوران کې کوم مضمون د حکومت له پالیسۍ نه خلاف په مجله کې نشر شوی ؤ، ځکه نو مولوی صاحب خالص د مخالفت په جرم تهدید او د جریدې له مدیریت نه برطرف او جبری تقاعد شو، چې د ډېرو هلو ځلو نه وروسته یې د «موسی شفیق» د قدرت په دوران کې خپل تقاعد غیر قانونی اثبات کړ. وروسته د کابل په عربی دارالعلوم کې د درسی استاد په حیث مقرر شو او په خپلو ورسپارل شویو مضمونونو ښه مسلط استاد ؤ یعنې لیکوال یې خاص شاګرد ؤ.
د منهاج الدین ګهیځ مطبوعاتی هڅه:
منهاج الدین ګهیځ په داسې ترینګلو او تیاره حالاتو کې د مطبوعاتو په آسمان کې را وځلید چې چپی نشراتو د افغانستان فضاء په خپلو کثیفو افکارو ډکه کړې وه، شهید منهاج الدین ګهیځ د «ګهیځ» په نامه په خپل امتیاز آزاده او غیر وابسته جریده د مطبوعاتی مبارزې میدان ته را وړاندې کړه، ښه به دا وی چې منهاج الدین ګهیځ او جریده یې د نورو لیکوالانو او څېړونکو د لیکنو له لارې، ښه وپېژنو. حکمتیار صاحب د اسلامی نهضت په نامه کتاب کې لیکلی:
«گهیځ یوه مستقله اونیزه وه، اسلامی تمایلات یې لرل، شهید منهاج الدین ګهیځ یې مؤسس او د امتیاز خاوند ؤ د ۱۳۴۷ لمریز کال د میزان په میاشت کې د مطبوعاتو ډګر ته راووتله؛ کمونیستانو هغه جدی ګواښ ګڼلو، یواځې په خپل همت سره یې خپروله، نه یې کوم سیاسی حزب درلود او نه یې مبارز ملګری، هغه ډېرې هڅې کړې وې خو د نظم پر جوړولو نه و موفق شوی، هغه به ویل له چانه چې توقع کیدای شی هغوی دې ته آماده نه وو. ملا صاحبان له وضعیت نه بې خبره او د سیاسی مبارزې توان او جرأت نلری او ځوانان د کمونیستانو په لمن کې لویدلی دی. ګهیځ تنها یوه غیر دولتی جریده وه چې د اسلام او مسلمانانو نه یې دفاع کوله، د کمونیستانو او د اتحاد شوروی د استعماری سیاست په ضد باندې یې فعالیت کاوه. ګهیځ په ډېر حساس وخت کې خپل کار پیل کړی ؤ، اعتبار یې ورځ په ور ځ زیاتیدو په ځینې حلقو کې یې خواخوږی او لوستونکی زیاتېدل، د دې جریدې اعتبار هلته خپل اوج ته ورسېدو چې د مسلمانو ځوانانو له جریان نه یې په ډاګه او جدی توګه ملاتړ پیل کړ، په همدی خاطر شهید منهاج الدین ګهیځ په ۱۳۵۱ل کال په ګذرګاه کې په خپل کور کې په شهادت ورسېد د شهید منهاج الدین په شهادت سره د ګهیځ نشریه متوقفه شوه» د ګهیځ جریدې د توقف په باره کې د حکمتیار صیب معلومات څه ناڅه نیمګړی ښکاری، حال دا دی چې کله منهاج الدین ګهیځ د حکومتی استخباراتو په مرسته د روسی ګوډاګیانو په لاس په شهادت ورسېد نو د مسلمانو ځوانانو په وړاندیز مولوی عبدالرب احدی دې درانده کار ته ملا وتړله، د جریدې امتیاز یې په غاړه واخیست او مسؤول مدیر یې محمدعارف پیمانی وټاکه.
د ګهیځ جریده د داود تر منحوسې کودتا پورې ښه په آب تاب د ځوانانو په قلمی مرسته روانه وه، علاقمندان یې ورځ په ورځ زیاتیدل، د داود کودتا په اولو ورځو کې د «ګهیځ» دفتر د کمونیستانو له خوا وتړل شو، د دفتر سامانونه او نشرات یې د داودیانو له طرفه تالا شول.
ابوذر پیرزاده غزنوی په خپل لیکلی کتاب «نهضت اسلامی افغانستان» په ۸۸ مخ کې لیکی: (نشریه سیاسی، انقلابی و اسلامی (ګهیځ) به صاحب امتیازی و مدیریت مسؤولی عالم معروف کشور مرحوم منهاج الدین ګهیځ در ۲۱ میزان سال ۱۳۴۷هـ ش به نشرات آغاز نمود، این جریده به صورت هفتګی در چهار تا شش صفحه و تیراژ هزار تا دو هزار نسخه به زبان های پشتو و فارسی(دری) در شهر کابل منتشر و علاوه بر پایتخت در ولایات کشور نیز توزیع می ګردید. مدیریت مسؤولی این نشریه را بعد از شهادت مرحو م منهاج الدین ګهیځ، مولوی عبدالرب احدی وردګ و عبدالسلیم فرقانی بر عهده داشتند.)
واقعیت دا دی چې لکه پورته چې ذکر شول د منهاج الدین ګهیځ تر شهادت نه وروسته د ګهیځ جریدې امتیاز د مسلمانو ځوانانو په وړاندیز شهید مولوی صاحب عبدالرب احدی وردګ په غاړه واخیست، مسؤول مدیر یې محمدعارف پیمانی وټاکه، عبدالسلیم فرقانی د منهاج الدین ګهیځ په ژوند کې د جریدې د مسؤول مدیریت افتخار ګټلی ؤ. د منهاج الدین ګهیځ دفتر په لومړی سر کې د کابل ښار د پل باغ عمومی په ساحه کې، پشتنی تجارتی بانک ته مخامخ قبلې طرف ته د «غازی هوټل» د یوه اپارتمان په بر منزل کې، د عربی دارالعلوم شرقی طرف ته واقع ؤ.
جریده به چې کله له چاپ څخه راووتله څو شمارې به یې دارالعلوم ته رالېږلې، د دارالعلوم استادانو او شاګردانو به ډېر په شوق او ذوق جریده مطالعه کوله. د دارالعلوم شاګردان به په فارغ وخت کې په ډېره علاقه او اخلاص د «ګهیځ» دفتر ته ورتلل، د نشریې په باره کې به یې له هغه نه پوښتنې کولې، یوه ورځ زه (لیکوال) هم د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره ورغلم، څه پوښتنې می ترېنه کولې، ده په ډېره مأیوسانه لهجه په ځواب کې راته وویل: «زه له ډېره وخته پدې انتظار وم چې په منورینو، علماوو او روحانیونو کې به داسې څوک پیداشی چې اوسنۍ وضعه وڅېړی، د اسلام او مسلمانانو له مقدساتو نه دفاع وکړی، د حکومتدارانو ظلمونه او د اسلام نه وتل او د داخلی او خارجی کمونیستانو شوم اهداف او فجایع د ولس انظارو ته وړاندې کړی؛ څوک میدان ته راونه وتل زما اقتصاد هم ښه نه ؤ او ملګری می هم نه لرل خو د ځان سره می دا وویل که یو څوک لوڅ سړی ټول نشی پټولی تنها واسکټ خو دې ورواغوندی، نو د الله -جل جلاله- په مرسته مې دا نیمګړی کار پیل کړ، ملګری تاسو یئ او نور کارونه به هم الله -جل جلاله- برابروی.»
د ګهیځ مرستندوی ملګری:
منهاج الدین ګهیځ په خپله جریده کې د وخت د حالاتو او د ولس د ذوق او زړه د غوښتنې سره سم د خوف او هراس نه پرته مضامین خپرول، د اسلامی عقیدې فکر او شرعی امورو او مقدساتو نه یی دفاع کوله، د کمونیستانو فجایع او ناوړه اغراض یې په افغانستان کې په واضحو الفاظو بیانول، په کم وخت کې یی ډېر خواخوږی او مؤیدین پیدا کړل، پوه پوه لیکوالان ملګری یې څنک ته ودرېدل چا په پټه چا په ښکاره قلمی او مالی مرسته ورسره کوله.
پدې خاطر چې موضوع لږ روښانه او اوږده نشی د ګهیځ صاحب یو څو مرستندویه ملګری په لنډه توګه علاقه لرونکو ته په دې لنډه لیکنه کې وروپېژنم د هغو جملې نه قاضی هدایت صاحب چې په مرستیال صاحب مشهور ؤ په ټولنه او د وخت په حکومت کې یې ښه نوم او شخصیت درلود، د نورو لوړو خدمتونو په څنگ یې د مصر د نامتو او مشهور عالم «عبدالقادر عوده» له خوا لیکل شوی د جزا قانون له عربی نه پښتو ته ژباړلی ؤ چې افغانی قاضیانو فیصلې او مفتیانو فتواګانې د همدې کتاب په استناد ورکولې. مولوی صاحب محمد یونس خالص پوه عالم، د قرآنکریم حافظ، شاعر، لیکوال، د عربی دارالعلوم استاد، یوه دوره د «پیام حق» مجلې مسؤول مدیر او لوړ شخصیت ؤ چې کله مو په هېواد کې، د شوروی مزدورانو (کمونیستانو) کودتاه وکړه او د مسلمانانو وهل ټکول او جیل خانو ته یې ټیل وهل، شهیدانول پیل کړل او مسلمانان یې ژوندی په خاورو کې ښخول وو، نو خالص صاحب ګاونډی ملک پاکستان ته هجرت وکړ او د مسلمانو ځوانانو د ځای ناستو سره یو ځای شو.
هغوی د ده د عالی شخصیت په احترام په رهبری شورا کې چې د اجرائیه کمېټې په نامه یادیده د غړی په صفت ومنلو؛ خو وروسته بیا د ځینې سیاسی اختلافاتو له امله د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی له ډلې نه جدا شو.
د مولوی جلال الدین حقانی، مولوی جمیل الرحمن، حاجی دین محمد او مطیع الله په ملګرتیا یې یوه بېله جهادی ډله د اسلامی حزب په نامه جوړه کړه چې په عامو خلکو کې د خالص د حزب اسلامی په نامه مشهوره شوه.
مرحوم مولوی صاحب تر هغه وخته له نورو مجاهدینو سره یو ځای د کمونیستانو په مقابل کې یې په کلکه جهاد ته دوام ورکړ چې داخلی کمونیستان مات شول او د شوروی اتحاد تر ماتې او د کمونیزم د فلسفې تر محوه کِیدو او د جهاد تر کامیابۍ پورې یې له نورو مجاهدینو سره په ګډه جهاد ته دوام ورکړ.
د ګهیځ بل ملګری استاد عبدالاحد عشرتی مشهور لیکوال ؤ چې په قلمی مرستې یې د ګهیځ جریده اوج ته پورته کړې وه. نوموړی د غزنی ولایت د قلعه عشرت اوسېدونکی ؤ، بل ملګری یې سیداحمد ترجمان او غفوری صاحب وو.
همدارنګه مولوی عبدالسلیم فرقانی د وردګو ولایت، چغتو ولسوالۍ د دهنې د کلی اوسیدونکی ؤ چې د شهید ګهیځ په ژوند کې د جریدې مسؤول مدیر پاتې شوی، د نوموړی د مدیریت په دوره کې جریده د مطبوعاتو په تیاره آسمان کې د رعد او برق په شان وځلیده. مسلمانو ځوانانو هم د تأیید او خوشبینۍ په فضا کې اخلاقی او قلمی مرسته ورسره کوله چې د ځوانانو مضامینو د جریدې اسلامی او معنوی بڼه نوره هم پیاوړې کړې وه، پدې توګه شهید ګهیځ په ملک کې د مطبوعاتی مبارزې یو نوی باب پرانستی ؤ.
مسلمانو ځوانانو په خپله ځانګړې نشریه نه لرله چې خپل فعالیتونه او اهداف یې په پوهنتونونو، مکتبونو، مدرسو او علمی مؤسسو کې د دعوت محافلو او مظاهرو د لارې او په عام ولس کې د جوماتونو او علمی کنفرانسونو او مجالسو له لارې کار او فعالیت کاوه.
مسلمانو ځوانانو کمونیستانو او فاسدو حکومتدارانو سره له همدې لارې مبارزه او مقابله کوله، کمونیستانو ته یې په پوهنتون او علمی مراکزو کې د استدلال او منطق په ذریعه ماتې ورکړې وه. د ضرورت په وخت کې به یې د ګهیځ جریدې ته په فرعی (مستعارو) نومونو مضمونونه ورکول.
ځوانانو به د خپلو مضمونونو په ترڅ کې پر اسلامی مفاهیمو بر سیره د وخت د حکومتونو بې عدالتی او بې کفایتی نور نور مفاسد او د کمونیزم شوم اهداف په خاصه توګه د داخلی کمونیستانو فجایع او اغراض د ولس د خبرتیا لپاره په واضحو الفاظو بیانول. د وخت مطبوعاتو دا نشوی منلی چې منهاج الدین ګهیځ به هر وخت د ځوانانو د مضمونونو په تړاو د دولت تر تهدید لاندې ؤ؛ جریده به یې هم مصادره کیده خو ګهیځ به سره لدې تکلیفونو، مشکلاتو بیا هم د ځوانانو مضمونونه نشرول.
په یاد مې دی چې یو ځل انجنیر حبیب الرحمن شهید یوه لیکنه ګهیځ جریدې ته کړې وه، که څه هم انجنیر حبیب الرحمن هغه لیکنه د پل تخنیک د یوه بل محصل په نامه ګهیځ جریدې ته ولېږله او د ګهیځ جریدې هغه لیکنه نشر کړه خو حکومت هغه شماره د هماغه مضمون په سر مصادره کړه او د چا په نامه چې مضمون نشر شوی ؤ، هغه د مطبوعاتو د څار ادارې له خوا جلب تهدید او تر تحقیق لاندې راغی.
نوموړی محصل هم ډېر وارخطا ؤ، له انجنیر حبیب الرحمن سره یې جنجال کولو چې ستا په مضمون تهدید شوم او تر تحقیق لاندې راغلم خو انجنیر حبیب الرحمن شهید به هغه ته تسلی ورکوله او په خندا به یې ورته ویل: «موضوع آنقدر مهم نیست از پل تخنیک خارج نمیشی، باید در برابر یک دیګر این قدر تکلیف را قبول کنیم.» همدارنګه ما (د دې کرښو لیکوال) په خپله د حکمتیار صاحب لیکلی مضمون د ګهیځ جریدې دفتر ته وروړی چې په فرعی نامه نشر شوی دی.
مولوی عبـدالـرب احدی او د ګهـیځ جریدې امتیـاز:
کله چې د ګهیځ د جریدې د امتیاز خاوند منهاج الدین ګهیځ د ظاهر شاه د صدراعظم دکتور ظاهر د صدارت په دوره کې د استخباراتو په مرسته د چهاردهی ولسوالۍ په څو مترۍ کې او د خپل کور په دروازه کې د روس د ګوډاګیانو له خوا په شهادت ورسېد د ګهیځ اسلامی جریده بې سرپرسته پاتې شوه.
د مطبوعاتو د قانون له مخې د جریدې امتیاز د شهید ګهیځ ورثه وو ته د میراث په ډول انتقالیده خو د ګهیځ په وارثینو کې داسې څوک نه وو چې دغه انقلابی جریده بیا فعاله کړی او د ده عقیده، فکر او اسلامی اهداف تمثیل کړای شی.
د ګهیځ په ملګرو کې څوک د جریدې درانه مسؤولیت منلو ته حاضر نه شول، په دې وخت کې د مسلمانو ځوانانو تحریک د رشد او پرمختګ په حال کې ؤ، په پوهنتونونو مکتبونو، مدرسو او علمی مراکزو او عام ولس کې په چټکۍ سره پر مخ روان ؤ، ځانګړې نشریه یې نه لرله د دوی مضمونونه مطبوعاتو په جرایدو کې نه پرېښودل په داسی حال کې چې د چپیانو ډېموکراتانو او په نامه مسلمانانو په لس هاوو جریدې او مجلې د ملک په سطحه فعالې وې او د ولس د ټولو ارزښتونو په خلاف یې نشرات روان وو.
خلق، پرچم، شعله جاوید، افغان ملت، افغان ولس، ملت، مساوات، کاروان، ترجمان، پیام وجدان، صدای عوام او د قلعه جواد د حضرت صاحب له خوا په اسلامی بڼه میانه روه جریده [خدام الفرقان] په آزاده بڼه نشرېدلې.
ځوانان لدې امله په ډېر تشویش کې وو چې که د ګهیځ اسلامی جریده هم د کمونیستانو په لاس کې ولوېږی، د اسلام په ضد به ډېر کار ترېنه واخلی، ځکه نو مسلمانو ځوانانو غوښتل چې د ګهیځ جریده د پخوا په څېر په غیر مستقیم ډول تر خپلې ولکې لاندې راولی. د دغه درانده مسؤولیت منلو ته په مسلمانانو کې څوک نه حاضریدل؛ بالآخره د ځوانانو په وړاندیز مولوی صاحب عبدالرب احدی دې درانه مسؤولیت ته اوږه ورکړه، د ځوانانو په تدبیرونو او ډېرو هلو ځلو د ګهیځ ورثه وو د جریدې مسؤولیت او امتیاز احدی صاحب ته رسماً ور وسپاره.
ځوانان لدې اړخه ډاډه شول او د مولوی صاحب احدی سره یې د هر ډول اخلاقی او قلمی همکارۍ ژمنه وکړه.
عارف پیمانی څوک ؤ؟
مولوی صاحب عبدالرب احدی وردګ په خپله خوښه محمد عارف پیمانی د مسؤول مدیر په حیث مطبوعاتو ته وروپېژانده، پیمانی د وردګو د ولایت جغتو د ولسوالۍ د ملا حافظ د کلی اوسېدونکی په یوه درنه علمی کورنۍ کې زېږدلی ؤ، لومړنۍ زده کړې یې د خپل والد او د کلی له ملا صاحب نه پیل کړې وې، کله چې د کلی کور نه د وتلو جوګه شو، مسافرۍ ته یې ملا وتړله.
یو څه دینی کتابونه یې چې ولوستل د کانکور د امتحان د لارې د کابل عربی دارالعلوم پنځم صنف ته شامل شو، سپین پوستی ښایسته ځوان ؤ؛ د خپل ټولګی ممتاز اخلاقی شاګرد ؤ د اسلامی دعوت او مبارزې سره یې زیاته علاقه درلوده، د مسلمانو ځوانانو سره یې په محافلو، مجالسو، کنفرانسونو، اعتصابونو، او مظاهرو کې فعاله ونډه اخیسته د مولوی صاحب احدی د امتیاز او د پیمانی صاحب د مسؤولیت په دوره کې د ځوانانو په قلمی مرسته جریده ښه په مخ روانه وه.
ګهیځ جریدې سره زما همکاری:
احدی صاحب د قلمی همکارۍ نه علاوه د دفتری چارو د تنظیم او ترتیب لپاره د ځوانانو نه د مرستې غوښتنه وکړله؛ مولوی صاحب حبیب الرحمن په دې باره کې ما سره مشوره وکړه راته وې ویل د احدی صاحب سره د ګهیځ د جریدې دفتر په کارونو کې مرسته وکړه ما په ځواب کې ورته وویل: د ګهیځ هدف او مرام او مراجع د اکمال ښه معلوم نه وو؛ زه نه غواړم له مسلمانو ځوانانو پرته بل جریان ته منسوب شم ده راته وویل: «اوس خو د ګهیځ جریده په غیر مستقیم ډول زمونږ تر ولکې لاندې ده؛ مولوی صاحب احدی خو زمونږ او ستاسې په هلو ځلو دې درانده کار ته ملا وتړله، مولوی صاحب ستاسو استاد دی مخکې ورسره بلد یې، پیمانی صاحب دې مخکینی ملګری دی، د مولوی صاحب احدی د اطمینان د ساتنې لپاره تاسو مناسب یاست.» پدې توګه د شهید مولوی صاحب حبیب الرحمن په مشوره زه یو څه وخت د ګهیځ جریدې د دفتر د تنظیم او ترتیب لپاره ورتلم، د دفتر کارونه منظم په مخ روان وو کله کله به د جریدې د تصحیح لپاره مطبعې ته هم ورتلم، د جریدې د نمایندګانو په مجلسونو کې مې هم اشتراک کولو، یو ځل د ګهیځ جریدې او د دولتی جرایدو او مجلو د نمایندګانو مجلس ته د ګهیځ د جریدې په نماینده ګۍ لاړم، پدې مجلس کې د روس د سفارت نماینده هم برخه اخیستی وه، ما مجلس ته تر ورتلو وړاندې له مولوی صاحب حبیب الرحمن او محمد جان احمدزی سره د مجلس په باره کې مشوره کړې وه، په ګډه مو څه نوټ د سوالونو د سفارت نماینده ته ترتیب کړی ؤ، کله چې زه د ګهیځ د جریدې د نماینده په حیث مجلس ته ور معرفی شوم د روس سفارت د نماینده په شا کې یو بل کس د مشاور غوندې ولاړ ؤ، نماینده ته یې مخ ور واړو، دواړه په خپل منځ کې څه سره وپسیدل، دواړه زما طرف ته ډېر متوجه شول او زما خبرې یی په دقت څېړلې.
کله به چې ما کومه پوښتنه مطرح کړه د سفارت نماینده به د مشاور طرف ته وکتل، هغه به په غوږ کې څه ورته وویل بیا به یې ما ته ګوډ مات ځواب راکړ؛ له ورایه داسې معلومېده چې ځوابونه یې ټول دروغ وو او نماینده د یو ځواب اختیار هم نه درلود، مشاور به ځواب په غوږ کې ورته ویلو، بیا به ده ما ته د ترجمان په واسطه ځواب راکولو؛ دلته راته معلومه شوه چې کمونیستان له اسلام نه څومره په وېره کې دی او د یوې اسلامی جریدې د نماینده خبرو ته څومره متوجه دی پداسې حال کې چې د نورو جرایدو له استازو سره یی عادی خبرې کوی خو زمونږ د هرې خبرې په اړه یې یو ځل مشوره کوله.
یو بل ځل د ګهیځ د ملګرو مجلس ته لاړم، پدې مجلس کې د افغانستان د خارجه وزارت یو کس هم اشتراک درلود، د مجلس ګډون والو مدیر صاحب ورته ویل، پوه سړی ؤ، هغه له خبرو نه پوه شو چې زه د ځوانانو سره اړیکې لرم، د ځوانانو په اړه یی زما نه څه پوښتنې کولې، ما څه مناسب ځوابونه ورته ورکړل.
بیا ما ورنه پوښتنه وکړه چې د مسلمانو ځوانانو په هکله څه نظر لرې؟ ده په ځواب کې راته وویل: «له مسلمانو ځوانانو سره ټول ولس حتی حکومتی مامورین هم د زړه علاقه لری، خو لکه د اور لمبه داسې روان دی، څوک ورنږدې کیدای نشی او بیا یې زیاته کړه: شین بیرغ چې له پوهنتون نه راوزی قصر سفید او کرملین دواړه په لړزه کې وی.»
مولوی عبدالرب احدی وردګ تر دې مخکې د ځوانانو د تحریک سره د خوښۍ او تأیید په حالت کې ؤ که څه هم عضویت یې نه ؤ قبول کړی، عبدالرحیم نیازی د ځوانانو د نظم مؤسس په ابوحنیفه کې د مولوی صاحب احدی شاګرد ؤ، د هغه لیاقت، استعداد او پاک احساس او مبارزه له ډېر وخت نه ښه ورته معلومه وه، کله چې دی په پوهنتون کې د تنظیم په جوړولو موفق شو د مولوی صاحب احدی راشه درشه د جریدې له لارې نوره هم ورسره زیاته شوه، د دوی اخلاص او همکاری یې په عملی توګه ولیده، د کړو وړو نه یی ډاډه شو د تنظیم عضویت یی قبول کړ او انجنیر صاحب نصرتیار را باندې زیری وکړ چې مولوی صاحب احدی د ځوانانو عضویت قبول کړ.
د مولوی عبدالرب احدی نیول کېدل:
د داود خان د قدرت په وخت کې مولوی صاحب د کمونیستانو تر نظر لاندې ؤ، خو عملی اقدام یی نشو کولای، د ولس له عکس العمل نه په وېره کې ؤ او موقع ته یې کتل، کله چې کمونیستانو د روسانو په خوښه او د سفارت په مستقیمه همکارۍ د «نور محمد تره کی» په مشرۍ د کودتا لارې قدرت ترلاسه کړ، مولوی صاحب بیا هم آرامه نه ؤ ناست، د کمونیستانو په خلاف یی مبارزه نوره توده کړه د خیرخانې مېنې د کویټیانو په جومات کې یی جذابې خطابې ورکولې او په مدرسه کې یې د حالاتو سره سم شاګردانو ته لارښودنه کوله.
زه پدې باندې پوهېدم چې مولوی صاحب د کمونیستانو له خوا نیول کېږی، یو ځل جومات ته ورغلم د هجرت وړاندیز مې ورته وکړ، ورته و مې ویل چې د هجرت لاره به زه درته مساعده کړم تاسو او پیلوټ صاحب دواړه هجرت وکوئ؛ ده راته ویل فلانی ملا را ته ویل: ملک چا ته پرېږدئ؟ زه او پیلوټ دواړه آماده وو خو پدې خبره بېرته له خپل عزم څخه راوګرځېدو.
کمونیستانو مولوی صاحب احدی مخکې له مخکې په نښه کړی ؤ، موقع ته یې کتل اوس نو قدرت هم په لاس ورغلی ؤ، د مولوی صاحب د نیولو لپاره یې اقدام وکړ، د خیر خانې د کویټیانو جومات ته ورننوتل، د والی فروتن کور د کویټیانو جومات ته مخامخ په کمه فاصله کې واقع ؤ، د ده د کور د زنانه وو د سترګو لیدلی حال دا دی چې په رڼا ورځ کمونیستان جومات ته ور داخل شول.
مولوی صاحب یې په ډېر وحشیانه او فجیع ډول په ټیله ټیله له شانه په وهلو او ټکولو کشولو په ډېر سپک او غیر انسانی وضعیت، له جومات نه را وویست، له پښو او لاسونو یې نیولی د پولیسو تور موټر ته یی وروغورځولو، په موټر کې یی تر لغتو او د ټوپکو او کونداغونو او برجو لاندې واچاوه خدای -جل جلاله- خبر چې تر بندی خانې پورې به ژوندی رسېدلی وی او که به د لارې په اږدو کې شهید شوی وی خو تر بیولو وروسته یې بیا هېڅ کله خپلو خپلوانو مړی او ژوندی ونه لید.
د شهید مولوی عبدالرب احدی کورنۍ:
د مرحوم عبدالرب احدی وردګ څخه یوه تور سرې بی بی، یو مریض غوندې زوی چې عصبی تکلیف یې درلود او یوه معصومه لور چې د هجران په لمبو کې یې د سوزېدو په حالت کې شپې سبا او ورځې بیګا کولې، کمونیستانو په دې هم بسنه ونه کړه، د مولوی صاحب وراره پیلوټ عبدالحق یې چې د هرات د هوایی ډګر د تحرکاتو آمر مسلمان او په مسلک کې ډېر رسېدلی په وطن مین سړی ؤ، هغه یې هم په ډېر فجیع حالت له هرات نه راوستلو خو بیا یې چا مړی او ژوندی ونه لیدل.
وحشی کمونیستانو پدې هم اکتفا ونه کړه، د فضل الهی په نامه د پیلوټ یو ځوان زوی یې چې د کابل پوهنتون محصل ؤ او د مولوی صاحب احدی بل وراره او تنکی ځوان د منیر اخندزاده زوی نصیراحمد یې د وطن سره د وفادارۍ په جرم په ډېره ظالمانه توګه ونیول او بیا یې چا نه ژوندی او نه مړی ولید.
الله تعالی دې د مجاهدینو جهاد او د شهیدانو شهادتونه قبول کړی او کمی دې یې ور وبښی، د کونډو رنډو، یتیمانو واویلاوې د الله -جل جلاله- په دربار کې قبولې شوې الله تعالی داود د کمونیزم بنیان ګذار د خپلو روزل شویو له خوا د کورنۍ سره په ګولیو غلبیل غلبیل او په خپلو وینو کې ولمبول شو.
د عارف پیمانی کورنۍ ته لنډه کتنه:
محمدعارف پیمانی د اسلام او وطن ته د وفادارۍ په جرم د کمونیستانو له طرفه په ډېره ظالمانه توګه ونیول شو، یوه ځوانه کونډه او یوه وړوکې معصومه لورکۍ یې بې سرپرسته ترېنه پاتې شوې، پدې هم د حیوان صفته زړونه یخ نه شول، تنکی ځوان ورور یې د دارالعلوم شاګرد غازی په نامه هم ونیول شو، نور نارینه اولاد ترېنه پاتې نه شو او د وطن په اصطلاح دواړه میراث شول.
مال او ملک او د کور سامان یې بې رحمه خپلو خپلوانو منځ کې سره ووېشل کونډې او یتیمې ته یې هېڅ پرېنښودل د کونډې او یتیمې ژوند د پردیو مرستې ته په تمه د محرومیت په فضا کې تېرېږی. د پیمانی خسر د محمد حمید اخندزاده په نامه د چک د مُدُو د کلی اوسېدونکی شاعر لیکوال د مکتب استاد د اسلام په تور ونیول شو چې بیا یې مړی او ژوندی ونه لیده؛ یوه کونډه بی بی او یوه معصومه لور او وړوکی زوی ترېنه پاتې شول.
د ګهیځ او مولوی احدی ځای ولې ډک نه کړای شو؟
علماء منورین روحانیون د سرونو د شمېر په اعتبار په ملک کې ډېر زیات وو خو هېچا د ګهیځ او مولوی عبدالرب احدی وردګ ځای ډک نکړای شو، هغوی د اسلامی مقدساتو او د ملک او ولس د آبرو او عزت نه ځانونه قربان کړل خو ځای یې خالی پاتې شو، په خاصه توګه د شرعیاتو د پوهنځی استادان چې په دین پوه او علمی شخصیتونه وو او په دینی علومو کې یې لوړ لوړ تحصیلات کړی وو د دین په نامه یې لوړې لوړې رتبې عنوانونه ترلاسه کړی وو پوهاندان، پورفیسوران وو د بېرونی ملکونو حالات او پرمختګونه هم ورته معلوم وو خو په دې برخه کې لږ کمزوری وو دا چې ولې دوی دې کار کې نسبت ګهیځ او مولوی احدی ته پاتې راغلل په دې نو یو الله خبر دی، مګر د دین او وطن مینه څه لېونی عاشقان غواړی چې دا جنونی عشق یوازې او یوازې ګهیځ او احدی صیب سره وو، الله دې په دواړو دین پالو او وطن پالو خپل رحمتونه نازل کړی او فردوس جنت دې ځای شی. اللهم آمین
گهیځ